Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 16:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 تاسو د هغې د مالِک په يووالى کښې داسې هرکلے وکړئ لکه څنګه عزت چې مقدسينو ته په کار وى. څۀ چې د هغې ضرورت وى ورسره مدد کوئ، ځکه چې هغې ما سره سره د نورو ډېرو خلقو هم مدد کړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 16:2
25 Iomraidhean Croise  

خو بادشاه به جواب ورکړى، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما په وروڼو کښې د عاجز نه عاجز يو کس سره هم چې څۀ کړى دى نو زما دپاره مو کړى دى.


خو حنانياس جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ د دې سړى او د هغۀ د ټولو ظلمونو نه خبر يم هغۀ چې کوم ستا د مقدسينو سره په يروشلم کښې کړى دى.


خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.


په يافا کښې تبيتا نومې يوه مريده وه چې په يونانۍ کښې ورته ډورکاس يعنې هوسۍ وائى، هغې همېشه نېک کارونه کول او د غريبانانو مدد به يې کولو.


نو بيا پطروس هغوئ سره روان شو او کله چې هغه هلته ورسېدو نو پاس بالاخانې ته يې بوتلو. نو ټولې کونډې ښځې پاس بالاخانې ته راټولې شوې وې او په ژړا يې ورته هغه قميصونه او جامې وښودې کومې چې ډورکاس لا ژوندۍ وه نو دوئ له يې جوړې کړې وې.


پطروس هغې له لاس ورکړو او هغه يې په پښو ودروله، بيا هغۀ مقدسين او کونډې ښځې راوغوښتې او هغوئ ته يې وښودله چې ژوندۍ ده.


نو بيا څنګه چې مسيح د خُدائ پاک د جلال دپاره ستاسو هرکلے وکړو، هم دغسې تاسو هم د يو بل هرکلے کوئ.


فيلولوګوس، يوليه، نيريوس او د هغۀ خور او اُلمپاس او ټولو مقدسينو ته چې د هغوئ سره دى سلام وايئ.


ګايوس چې زما او د ټول جماعت کوربه دے، تاسو ته سلام وائى، اِراستوس د ښار خزانچى او زمونږ ورور کوارتوس تاسو ته سلام وائى.


مريم ته مې سلام کوئ، چا چې ستاسو دپاره ډېر محنت کړے دے.


اوربانوس ته مې سلام وايئ چې د مسيح په خِدمت کښې زمونږ ملګرے دے، او په ما ګران ستاخوس ته هم سلام وايئ.


خو ستاسو په مينځ کښې دې د زناکارۍ، يا د څۀ قِسم ناپاکۍ، يا لالچ ذکر قدرې هم نۀ وى، ځکه چې دا د خُدائ پاک د مقدسينو دپاره مناسب نۀ دى.


صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى، نو بيا کۀ زۀ راشم او يا رانۀ شم، خو چې ستاسو په حقله دا واورم چې تاسو په يو روح کښې قائم يئ، او د اِنجيل د ايمان دپاره په يو زړۀ ښۀ خوارى کوئ.


نو په مالِک کښې په ډيرې خوشحالۍ سره د هغۀ هرکلے وکړئ، او هغۀ له دومره عزت ورکړئ چې داسې خلقو له ورکول په کار وى،


اريسترخوس چې ما سره قېدى دے، سلام درلېږى، او دغه شان د برنباس تربور مرقوس هم، د چا په حقله چې تاسو ته حکم درکړے شوے وو چې کۀ هغه تاسو له راغلو نو هرکلے يې وکړئ،


بلکې په نېکو عملونو دې خپل ځان سنګاروى څنګه چې ديندارو ښځو له مناسب دى.


مالِک دې په هغه لويه ورځ په هغۀ رحم وکړى، او تۀ ښۀ خبر يې چې په اِفِسوس کښې هغۀ څومره ډېر خِدمت وکړو.


هم دغه شان زړو ښځو ته ووايئ چې حياداره دروند چال چلن دې کوى، هغوئ دې نۀ غېبت کوى او نۀ دې شرابى وى، هغوئ دې نورو ته د ښو خبرو تعليم ورکوى،


زۀ هغه تا ته واپس درلېږم هغه څوک چې زما د زړۀ سر دے.


نو کۀ تۀ ما خپل شريک ګڼې نو دے داسې قبول کړه لکه څنګه چې تۀ ما قبلوې،


کۀ څوک درته راشى او دا تعليم درنۀ کړى نو هغه خپل کور ته مۀ پرېږدئ او مۀ ورته هرکلے وايئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan