Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 16:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 ځکه چې ستاسو فرمانبردارى په ټولو خلقو کښې مشهوره ده، نو ځکه زۀ په تاسو خوشحاله يم او زۀ غواړم چې تاسو په نېکۍ کښې هوښياران شئ او په بدۍ کښې بې‌ګناه شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 16:19
19 Iomraidhean Croise  

زۀ به احتياط کوم چې بې‌داغه ژوند تېر کړم، خو تۀ به زما د مدد دپاره کله راځې؟ او زۀ به په خپل کور کښې په صفا زړۀ ژوند تېروم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خلق کم عقل دى، هغوئ ما نۀ پېژنى. هغوئ لکه د ناپوهه ماشومانو په شان عقل نۀ لرى. په ورانى کښې ډېر پوهه دى خو په نېکۍ کولو نۀ پوهيږى.“


ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بې‌آزاره اوسئ.


په خپله لاره ځئ او ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم.


د ټولو نه اول زۀ د عيسىٰ مسيح په نوم ستاسو دپاره د خپل خُدائ پاک شُکر ادا کوم ځکه چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو د ايمان خبرې کيږى.


اے زما وروڼو او خوېندو، په خپله پوهه کښې ماشومان مۀ جوړېږئ، بدۍ ته ماشومان شئ خو په پوهه کښې بالغان شئ.


نو ځکه کم عقل کېږئ مۀ بلکې په دې ځان پوهه کړئ چې د مالِک مرضى څۀ ده.


او زۀ دا دُعا کوم چې ستاسو مينه دې د عِلم او پوره پوهې سره نوره هم زياته شى،


نو چې تاسو بې‌داغه او پاک شئ. او په بدو او بې‌لارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.


د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan