14 اَسنکريتوس، فليګون، هِرميس، پتروباس، هِرماس او هغو وروڼو او خوېندو ته چې د هغوئ ملګرى دى، سلام وايئ.
کۀ چرې تاسو يواځې په خپلو وروڼو سلام اچوئ نو دا کومه نا آشنا خبره ده؟ دغه څۀ خو بېدينه هم کوى.
روفوس ته سلام وايئ چې د مالِک غوره شوے دے او د هغۀ مور ته چې زۀ يې هم مور ګڼم، سلام وايئ.
فيلولوګوس، يوليه، نيريوس او د هغۀ خور او اُلمپاس او ټولو مقدسينو ته چې د هغوئ سره دى سلام وايئ.
ځکه چې خُدائ پاک هغوئ د مخکښې نه پېژندل او هغوئ يې د مخکښې نه مقرر کړى وُو، چې دوئ دې د هغۀ د زوئ په شان شى، ترڅو چې د هغۀ زوئ په دې ټولو وروڼو کښې اول زوئ وګرځى.
او په مسيح کښې هغه ايماندارانو او وفادارو وروڼو او خوېندو ته چې په کولوسى کښې دى. زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه دې په تاسو فضل او سلامتى وى.
نو ځکه اے پاکو وروڼو او خوېندو، تاسو چې په آسمانى بلنه کښې شريک يئ، په هغه رسول او مشر اِمام عيسىٰ غور وکړئ د چا چې مونږ اِقرار کوُو.