Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 16:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 اپىليس ته مې سلام وايئ چې په مسيح کښې آزمائيلے شوے دے او د اريستوبولوس د کور خلقو ته مې سلام وايئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 16:10
15 Iomraidhean Croise  

څوک چې په دې شان د عيسىٰ مسيح خِدمت کوى، هغه په خُدائ پاک ګران او د خلقو په مينځ قبول شوے دے.


پرسکله او اکوله ته مې سلام وايئ، هغوئ د عيسىٰ مسيح په خِدمت کښې زما ملګرى وُو.


اندرونيکوس او يونياس ته مې سلام وايئ، هغوئ زما عزيزان دى او ما سره په قېدخانه کښې وُو. هغوئ په رسولانو کښې مشهور دى او زما نه مخکښې يې په مسيح ايمان راوړے وو.


کۀ چرې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې وى چا چې عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندے کړے دے، نو چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړے دے هغه به ستاسو فانى وجودونو ته هم نوے ژوند ورکړى، د خپل هغه روح په وسيله چې په تاسو کښې اوسى.


ځکه چې په تاسو کښې ډله بازى ضرورى ده صرف د دې دپاره چې دا ښکاره شى چې په تاسو کښې څوک رښتينى دى.


زۀ په مسيح کښې يو سړے پېژنم څوک چې څوارلس کاله مخکښې اوچت کړے شو او آخرى آسمان ته پورته کړے شو، خو زۀ خبر نۀ يم چې په وجود کښې وو او کۀ د وجود نه بغېر وو، خُدائ پاک ته پته ده.


ما هم په دې وجه دا وليکل چې تاسو وآزمائيم چې تاسو په ټولو خبرو کښې زما تابعدار يئ او کۀ نه.


نو بيا کۀ څوک په مسيح کښې وى نو هغه نوے مخلوق دے. زاړۀ هر څۀ ختم شول، وګورئ هر څۀ نوى شول.


او مونږ د هغوئ سره خپل بل ورور درلېږو څوک چې مونږ څو ځله وآزمائيلو او په ډېرو خبرو کښې مونږ ته سرګرم ښکاره شو، خو اوس هغه نور هم سرګرم دے ځکه چې هغه په تاسو ډېر باور کوى.


او په يهوديه کښې چې د مسيح جماعتونه دى هغوئ زۀ تر اوسه نۀ پېژندلم.


هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.


خو تاسو ته د تيموتيوس د اهميت پته ده چې هغۀ ما سره لکه د يو زوئ چې د پلار سره خِدمت کوى نو دغه شان هغۀ ما سره د زيرى په خورولو کښې خِدمت وکړو.


او هغوئ دې اول وآزمائيلے شى، کۀ چرې هغوئ بې‌اِلزامه ثابت شى نو د خِدمت کار ته يې پرېږدئ.


په پرسکله، اکوله او د اُنيسفرس په خاندان مې سلام ووايه.


او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan