Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 15:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې مسيح د خُدائ پاک د رښتينوالى د ثابتولو دپاره د يهوديانو خادِم شو، د دې دپاره چې هغه وعدې پوره کړى کومې چې زمونږ د پلار نيکونو سره شوى دى

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 15:8
29 Iomraidhean Croise  

زما خولۀ هغه څۀ وائى څۀ چې رښتيا وى، ځکه چې زما شونډې د دروغو نه نفرت کوى.


او د يعقوب اولاد ته به تۀ خپل رحم وښائې، تۀ به د اِبراهيم اولاد ته رښتونے يې، څنګه چې تا په تېر وخت کښې زمونږ پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.


عيسىٰ جواب ورکړو ”زۀ صرف د بنى اِسرائيل د خاندان د ورکو شوو ګډو دپاره رالېږلے شوے يم.“


ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“


هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو.


زما نورې ګډې هم شته چې په دې شپول کښې نشته، زۀ به هغوئ هم ضرور دلته راولم. هغوئ به زما آواز اورى، او بيا به يوه رمه وى او شپونکے به يې هم يو وى.


بيا پولوس او برنباس په ډاګه ووئيل چې، ”دا ضرورى وه چې اول دې تاسو بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک کلام واورولے شى، خو چې تاسو يې نۀ قبلوئ او خپل ځانونه د تل عُمرى ژوندون لائق نۀ ګڼئ، نو اوس مونږ غېر‌يهوديانو ته دعوت ورکوو.


د خُدائ پاک د رحم او غضب خيال کوه. هغه په نافرمانو باندې خپل غضب نازلوى، خو څوک چې د هغۀ په رحم يقين ساتى هغه ورته خپل رحم ښائى. خو کۀ تاسو په هغۀ يقين نۀ کوئ نو تاسو به هم پرېکړے شئ.


لکه څنګه چې مخکښې تاسو غېر‌يهوديان د خُدائ پاک نافرمانه وئ، خو چې کله بنى اِسرائيلو د هغۀ نافرمانى وکړه نو د هغوئ په ځائ خُدائ پاک په تاسو رحم وکړو.


چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د عيسىٰ مسيح خادِم شم او د خُدائ پاک د کلام لکه د اِمام په شان خِدمت وکړم، او چې د غېر‌يهوديانو نذرانې خُدائ ته قبولې شى او د روحُ القُدس په وسيله مقدسې شى.


د دې دپاره چې په دې زمانه کښې دا خبره ثابته او ښکاره کړى چې هغه په خپله صادق دے او هر هغه سړے صادق حسابوى چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان وى.


دا رښتيا خبره چې په دوئ کښې ځينې بې‌وفا وُو، خو ولې د دوئ بې‌وفائى به د خُدائ پاک وفادارى ختمه کړى؟


نو خُدائ پاک د خپل فضل په مطابق دا وعده ځکه وکړه چې اِبراهيم په هغۀ ايمان راوړے وو، د دې دپاره چې د هغۀ فائده د اِبراهيم ټول نسل ته د بخښنې په طور ورسى. نۀ يواځې د هغوئ دپاره چې په شريعت قائم دى، بلکې د هغوئ دپاره هم چې د اِبراهيم په شان ايمان لرى، ځکه چې هغه زمونږ د ټولو پلار دے.


زما مطلب دا دے چې تاسو هر يو وائى چې، ”زۀ د پولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د اپولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د کائفس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د مسيح د ډلې نه يم.“


ولې زما مطلب دا دے چې ګنې د بُت د قربانۍ څۀ حيثيت وى؟ او يا د بُت څۀ حيثيت شته دے؟


زما مطلب د نورو ضمير دے ستاسو نۀ دے. ځکه چې د بل چا ضمير زما د آزادۍ فېصله ولې کوى؟


زما وروڼو او خوېندو، زما مطلب دا دے چې دا جسمانى بدن د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارث کېدے نۀ شى، او نۀ فانى کېدونکى د غېر فانى کېدونکى وارث کېدے شى.


ځکه چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک ټولې وعدې ”آو“ دى، او هم دغه وجه ده چې د هغۀ په وسيله مونږ د خُدائ پاک جلال ته ”آمين“ وايو.


نو بيا تاسو په هغه زمانه کښې د مسيح نه جدا وئ، او تاسو د بنى اِسرائيلو د قوميت نه بهر وئ، او تاسو د تړون د وعدې نه ناخبره وئ کومه چې خُدائ پاک د هغوئ سره کړې وه. او په دُنيا کښې مو نا اُميده او بې‌خُدايه ژوند کولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan