4 ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو.
د راتلونکو نسلونو دپاره دې دا وليکلے شى، کوم خلق چې لا پېدا شوى نۀ دى د مالِک خُدائ ثناء دې ووائى.
زما په سختۍ کښې هم دا زما تسلى ده، چې هم ستا وعده به ما ژوندے ساتى.
بيا مالِک خُدائ د حبقُوق دُعا ته جواب ورکړو، ”زۀ چې څۀ تا ته په رويا کښې څرګندوم هغه په تختو باندې داسې وليکه چې هر څوک يې په آسانۍ سره لوستلے شى.
په اُميد کښې خوشحاله، په مصيبت کښې صابر او په دُعا کښې مشغول اوسئ.
په هغوئ دا خبرې زمونږ د عبرت دپاره راغلې وې او زمونږ د آخرى زمانې خلقو ته د نصيحت دپاره وليکلے شوې.
مونږ هر وخت د خپل خُدائ پاک او پلار په حضور کښې ستاسو د ايمان کار او ستاسو مينه ناک خِدمت او ستاسو کلک اُميد چې په مالِک عيسىٰ مسيح دے هغه يادوو.
نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.