Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 15:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 هغوئ دا چنده په خوشحالۍ سره کړې ده ځکه چې هغوئ خپل ځان د دوئ قرضدار ګڼلو. ځکه چې غېر‌يهوديانو ته د زيرى روحانى برکتونه د يروشلم د ايماندارانو نه مِلاو شوى وُو نو هغوئ دا ضرورى وګڼله چې په مالى توګه د هغوئ مدد وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 15:27
6 Iomraidhean Croise  

او زمونږ ګناهونه معاف کړه، لکه څنګه چې مونږ خپل قصوروار معاف کوُو.


کۀ د زيتون ځينې څانګې پرېکړے شى، او د هغې په ځائ په کښې د ځنګلى زيتون يوه څانګه پيوند شى، نو بيا تاسو غېر‌يهوديان هم د دغه ځنګلى څانګې په شان يئ. لکه څنګه چې هغه د بلې ونې د جرړو نه طاقت حاصلوى نو هم دغه شان تاسو هم د يهوديانو د روحانى جرړو نه طاقت حاصلوئ.


ځکه چې مونږ پوهيږو چې شريعت روحانى دے خو زۀ غېر روحانى يم او په ګناه لکه د غلام خرڅ شوے يم.


کۀ مونږ ستاسو په مينځ کښې روحانى تخم وکَرلو نو ولې دا څۀ لويه خبره ده چې مونږ ستاسو د مادى څيزونو فصل وريبو؟


د خُدائ پاک د کلام تعليم چې څوک زده کوى هغوئ دې خپل اُستاذ سره مدد کوى او په ټولو ښۀ څيزونو کښې دې هغه د ځان سره شريکوى.


زۀ پولوس درته په خپل لاس دا ليکم چې زۀ به يې په خپله درته واپس کړم، او دې وئيلو ته ضرورت نشته چې زما په تا کوم قرض دے نو هغه هم تۀ په خپله يې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan