23 خو اوس په هغه مُلکونو کښې زما نور حاجت نشته او زۀ د ډېرو کالونو راسې تاسو له د راتلو ليواله وم.
نو د دې نه پس پولوس د روحُ القُدس په هدايت دا فېصله وکړه چې مِکدونيه او اخيه ته لاړ شى او بيا يروشلم ته لاړ شى، او بيا هغۀ ووئيل چې، ”هلته د تلو نه وروستو ما ته په کار دى چې زۀ ضرور د روم ښار وګورم.“
او ما ته پته ده چې کله زۀ تاسو ته درځم نو د عيسىٰ مسيح پوره برکت به دروړم.
نو د دې نه پس به بيا د خُدائ پاک په مرضۍ سره او ښۀ په خوشحالۍ تاسو ته درشم او تاسو سره به دمه وکړم.
مونږ شپه او ورځ د زړۀ نه ډېره دُعا کوُو چې مونږ تاسو بيا ووينو او ستاسو د ايمان کموالے پوره کړُو.
کله چې زۀ ستا هغه د جدايۍ د وخت اوښکې رايادې کړم، نو تا سره د بيا ليدو خواهشمند يم، د دې دپاره چې د خوشحالۍ نه ډک شم.