2 مونږ کښې دې هر يو خپل ګاونډى خوشحاله ساتى د دې مقصد دپاره چې د هغۀ ايمان مضبوط شى.
نو بيا دې مونږ پوره کوشش کوُو چې صُلح او سلامتى راولو او د يو بل د روحانى تعمير او ترقۍ باعث شو.
هر څۀ روا دى، خو هر څۀ فائده مند نۀ دى. هر څۀ روا دى خو هر څۀ ترقى نۀ ورکوى.
تاسو خپلې فائدې مۀ لټوئ بلکې د نورو هم لټوئ.
څنګه چې زۀ په خپل هر کار کښې د هر چا د خوشحالولو کوشش کوم نو دا زۀ د خپلې فائدې دپاره نۀ کوم بلکې د نورو ډېرو دپاره يې کوم د دې دپاره چې هغوئ پرې خلاصون بيا مومى.
نۀ بېادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسې ګرځى، نۀ غصه کوى او نۀ بدګُمانى کوى.
نو اے وروڼو او خوېندو، لنډه دا، هر کله چې تاسو عبادت له راجمع کېږئ نو په تاسو کښې دې څوک حمد، يا تعليم، يا کشف يا په نورو ژبو خبرې او يا د نورو ژبو تشريح په ترتيب سره کوئ او دا هر يو کار د جماعت د ترقۍ دپاره کوئ.
خو بله دا څوک چې نورو ته نبوت کوى نو د هغوئ د ترقۍ او د ډاډګيرنى او تسلۍ دپاره يې کوى.
کېدے چې تاسو دا سوچ کوئ چې مونږ ستاسو په وړاندې د خپل ځان دفاع کوُو؟ خو مونږ د خُدائ پاک په وړاندې په مسيح کښې خبرې کوُو. خوږو عزيزانو، دا هر څۀ مونږ ستاسو د ترقۍ دپاره کوُو.
نو ځکه مونږ خوشحاله يُو کله چې مونږ کمزورى يُو او تاسو زورَور يئ. او زمونږ دا دُعا ده چې تاسو په ايمان کښې پاخۀ شئ.
د هغوئ ذمه وارى دا ده چې مقدسين د خِدمت دپاره تيار کړى او د مسيح بدن له وده ورکړى،
خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ. کومه خبره چې کوئ چې هغه نېکه او چې د نورو دپاره مدد کوونکى وى، نو څوک چې ستاسو خبرې واورى چې د هغوئ د جوړولو دپاره د ډاډ او برکت باعث وى.