17 نو ځکه زۀ په عيسىٰ مسيح کښې د خُدائ پاک دپاره په خپل خِدمت فخر کوم.
ځکه کۀ چرې اِبراهيم په خپلو نېکو اعمالو کښې صادق وو نو بيا يې فخر په ځائ دے، خو د خُدائ پاک په وړاندې نه.
ما ته فخر کول ضرورى دى، اګر کۀ دا فائده مند نۀ دى خو زۀ به د مالِک د روياګانو او د مکاشفې ذکر وکړم.
زۀ په تاسو مطمئن يم او په تاسو ډېر فخر کوم. ما ته پوره تسلى حاصله ده او په خپلو ټولو مصيبتونو کښې بيا هم بېحده خوشحاله يم.
ځکه چې مونږ هغه رښتينى سنت شوى خلق يُو څوک چې د خُدائ پاک په روح کښې عبادت کوُو او په عيسىٰ مسيح فخر کوُو او په بدن مو بهروسه نشته.
هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى.
هر مشر اِمام د انسانانو نه د دې دپاره منتخب کيږى چې خُدائ پاک ته د خلقو نمائندګى وکړى او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ پېش کړى.