11 او بيا فرمائى، ”اے ټولو غېريهوديانو، د مالِک خُدائ ثنا ووايئ، او ټول اُمتونه دې د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى.“
اے ټولو قومونو د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، اے ټولو خلقو د هغۀ لوئى بيان کړئ.
او بيا يشعياه وائى چې، ”د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه به راځى، يعنې هغه سړے چې په غېريهوديانو به حکومت کولو له راوچت شى، په هغۀ کښې به غېر يهوديان اُميد ساتى.“