10 او هغه بيا فرمائى چې، ”اے غېريهوديانو. د هغۀ د اُمت سره خوشحالى وکړئ.“
د دُنيا بادشاهتونو د خُدائ د لويئ سندرې ووايئ، مالِک خُدائ ته سندرې ووايئ او ثناء صِفت بيان کړئ.
مالِک خُدائ بادشاه دے ټوله دُنيا دې خوشحالى وکړى، او ټولې لرې جزيرې دې خوشحالى وکړى.
اے هغه ټولو خلقو چې څوک د دې ښار سره مينه کوئ، د يروشلم سره خندا او خوشحالى وکړئ. اے هغه ټولو خلقو چې په دې باندې غمژن وئ، نو اوس ورسره خوشحالۍ وکړئ.
قومونو، تاسو د مالِک خُدائ د خلقو صِفت وکړئ، مالِک خُدائ هغه هر چا له سزا ورکوى چې څوک هغوئ ووژنى. هغه د خپلو دشمنانو نه بدله اخلى او د خپلو خلقو د زمکې کفاره ادا کوى.