5 څۀ خلق يوه ورځ د بلې ورځې نه خاص ګڼى او څۀ خلق ټولې ورځې يو شان ګڼى، خو چې تاسو کومه فېصله کوئ په خپل زړۀ کښې په هغې پوره تسلى ساتئ.
ډېرو خلقو په دې لاس پورې کړے دے چې د هغه واقعاتو ترتيب وار بيان وکړى کوم چې زمونږ په مينځ کښې تير شوى دى.
زۀ په دې پوهه يم او په مالِک عيسىٰ کښې زما دا ايمان دے چې هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے، خو چې څوک يې حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے.
خو کۀ څوک شک کوى او هغوئ دا وخورى نو هغوئ مجرمان شول، ځکه چې هغوئ په ايمان سره دا عمل نۀ کوى، نو ځکه کوم عمل چې په ايمان سره نۀ وى نو هغه ګناه ده.
هغه په دې خبره پوره مطمئن وو چې خُدائ پاک خپل کړے لوظ پوره کولے شى.
نو ستا د عِلم په وجه به هغه کمزورى ايمانداران چې د چا دپاره چې مسيح مړ شو، هغه به هلاک شى.
خو هر چا ته دا عِلم نشته بلکې د ځينو خو اوس هم د بُت پرستۍ عادت دے، هغوئ اوس هم هغه غوښه د بُت قربانى ګڼى او خورى يې او د هغوئ ضمير کمزورے او پليت دے.