22 نو په څۀ چې ستاسو عقيده وى، هغه د خُدائ پاک او په خپل مينځ کښې وساتئ. بختور دى هغوئ کوم څيزونه چې هغوئ روا ګڼى او د هغې په خوړلو سره خپل ځانونه مجرمان نۀ ګڼى.
په دې وجه زۀ پوره کوشش کوم چې د خُدائ پاک او د خلقو په وړاندې مې ضمير صفا وى.
زۀ په دې پوهه يم او په مالِک عيسىٰ کښې زما دا ايمان دے چې هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے، خو چې څوک يې حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے.
د مثال په توګه د ځينو خو دا عقيده ده چې د هر څيز خوړل روا دى خو کمزورى ايمان لرونکى تشه سبزى خورى.
خو کۀ څوک شک کوى او هغوئ دا وخورى نو هغوئ مجرمان شول، ځکه چې هغوئ په ايمان سره دا عمل نۀ کوى، نو ځکه کوم عمل چې په ايمان سره نۀ وى نو هغه ګناه ده.
څۀ خلق يوه ورځ د بلې ورځې نه خاص ګڼى او څۀ خلق ټولې ورځې يو شان ګڼى، خو چې تاسو کومه فېصله کوئ په خپل زړۀ کښې په هغې پوره تسلى ساتئ.
اے دوستانو، تاسو چې بل څوک مجرموئ، تاسو هر څوک چې يئ، تاسو سره هيڅ عُذر نشته. کله چې تاسو بل څوک مجرموئ نو په دې سره تاسو خپل ځان مجرموئ ځکه چې هم هغه کارونه تاسو په خپله کوئ.
زۀ په خپلو کارونو نۀ پوهېږم. ځکه چې زۀ څۀ کول غواړم، هغه نۀ کوم، بلکې هغه کارونه کوم چې ترې نفرت کوم.
نو زۀ څومره بدنصيبه سړے يم. چې دا بدن ما مرګ ته حواله کوى نو بيا څوک ما بچ کولے شى؟
خو هر چا ته دا عِلم نشته بلکې د ځينو خو اوس هم د بُت پرستۍ عادت دے، هغوئ اوس هم هغه غوښه د بُت قربانى ګڼى او خورى يې او د هغوئ ضمير کمزورے او پليت دے.
دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.
اے وروڼو او خوېندو، کۀ چرې يو کس په څۀ نافرمانۍ کښې ګېر شى نو تاسو چې د روحُ القُدس په هدايت روان يئ هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته واپس راواړوئ. او د خپل ځان خيال ساتئ هسې نه چې تاسو هم په آزمېښت کښې پرېوځئ.
په تاسو کښې څوک هوښيار او پوهه شته دے؟ هغه دې په خپلو کارونو د نېک چال چلن په وسيله او هغه عاجزۍ سره دې دا خبره ثابته کړى، چې د حِکمت نه پېدا کيږى.
ګرانو دوستانو، کۀ زمونږ زړۀ مونږ نۀ ملامتوى نو بيا مونږ د خُدائ پاک په مخکښې پوره ډاډه يُو.