14 زۀ په دې پوهه يم او په مالِک عيسىٰ کښې زما دا ايمان دے چې هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے، خو چې څوک يې حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے.
نو هغوئ وليدل چې د هغۀ مريدان په ناوينځلو لاسونو روټۍ خورى.
هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو ته ښۀ معلومه ده چې د يهودى دپاره دا ناروا دى چې د غېريهوديانو کور ته لاړ شى او ورسره څۀ تعلق وساتى، خو خُدائ پاک اوس ما ته دا وښودل چې زۀ چا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم.
د مثال په توګه د ځينو خو دا عقيده ده چې د هر څيز خوړل روا دى خو کمزورى ايمان لرونکى تشه سبزى خورى.
د خوراک دپاره د خُدائ پاک کار مۀ ورانوئ. هر څيز حقيقت کښې پاک دے، خو دا ستاسو دپاره غلطى ده چې تاسو هغه څۀ خورئ چې د نورو د تيندک سبب جوړيږى.
خو کۀ څوک شک کوى او هغوئ دا وخورى نو هغوئ مجرمان شول، ځکه چې هغوئ په ايمان سره دا عمل نۀ کوى، نو ځکه کوم عمل چې په ايمان سره نۀ وى نو هغه ګناه ده.
څۀ چې د قصاب په دوکان خرڅيږى هغه خورئ او د ضمير په خاطر سوال مۀ پورته کوئ،
ځکه کۀ نور خلق ستا په شان د عِلم خاوند په بُتخانه کښې په خوراک ووينى نو ولې د هغوئ کمزورے ضمير به زړَور نۀ شى چې د بُتانو د قربانۍ غوښه وخورى؟
خو هر چا ته دا عِلم نشته بلکې د ځينو خو اوس هم د بُت پرستۍ عادت دے، هغوئ اوس هم هغه غوښه د بُت قربانى ګڼى او خورى يې او د هغوئ ضمير کمزورے او پليت دے.
ځکه هر څۀ چې خُدائ پاک پېدا کړى دى هغه ښۀ دى او د څۀ نه هم اِنکار کول نۀ دى په کار، او څۀ چې ملاويږى په شُکر ګزارۍ سره يې خورئ،
د پاکو خلقو دپاره ټول څيزونه پاک دى، خو د بدکارانو او بېايمانه خلقو دپاره هيڅ هم پاک نۀ دى بلکې د هغوئ عقل او ضمير دواړه پليت دى.