12 نو بيا مونږ هر يو به خُدائ پاک ته خپل حساب ورکوو.
اے ځوانانو، په خپله ځوانۍ خوشحاله اوسئ او د ځوانۍ نه خوند اخلئ. او څۀ چې ستاسو زړۀ غواړئ او په سترګو مو ښۀ لګى نو هغه کوئ، خو دا خبره ياده ساتئ چې خُدائ پاک به درسره د هر کار او عمل حِساب کوى.
زۀ تاسو ته دا وايم، هر څوک چې څۀ فضول خبرې هم کوى نو د قيامت په ورځ به ورسره د هغې حساب کيږى.
ځکه چې اِبن آدم به د خپل پلار په لويئ کښې د خپلو فرښتو سره راځى او بيا به هغه هر چا ته د خپل عمل بدله ورکوى.
نو هغۀ هغه راوبللو او ورته يې ووئيل، دا ستا په حقله زۀ څۀ خبرې اورم؟ خپل حساب کِتاب راوړه ځکه چې د دې نه پس به تۀ زما ناظر نۀ يې.
ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو، نو هلته به هر يو ته د خپل کار بدله مِلاو شى څۀ چې هغوئ په دې بدن کښې کړى وى کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد وى.
ځکه چې هر څوک به خپل بوج په خپله اوچتوى.
خو هغوئ به د دې حساب خُدائ پاک له ورکوى څوک چې د ژوندو او د مړو عدالت کولو ته تيار دے.