10 خو تاسو ولې په بل ايماندار ورور يا خور اِلزام لګوئ؟ يا تاسو ولې بل ايماندار ورور يا خور ته سپک ګورئ؟ ځکه چې مونږ ټول به د خُدائ پاک د عدالت د تخت په وړاندې ودرېږو.
اے ځوانانو، په خپله ځوانۍ خوشحاله اوسئ او د ځوانۍ نه خوند اخلئ. او څۀ چې ستاسو زړۀ غواړئ او په سترګو مو ښۀ لګى نو هغه کوئ، خو دا خبره ياده ساتئ چې خُدائ پاک به درسره د هر کار او عمل حِساب کوى.
ځکه چې خُدائ پاک به راسره د هر يو عمل عدالت کوى، کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد او په دې کښې پټ څيزونه هم شامل دى.
”په نورو اِلزام مۀ لګوئ نو په تاسو به هم اِلزام ونۀ لګولے شى.
عيسىٰ هغه خلقو ته هم چې په خپل ځان يې باور کولو چې مونږ صادقان يُو او نور يې سپک ګڼل، دا مِثال ووئيلو،
بيا هيروديس او د هغۀ سپاهيانو د هغۀ سپکاوے وکړو او بېعزته يې کړو او په ځلېدونکو جامو کښې يې پيلاطوس له واپس ولېږلو.
بيا دا چې پلار د هيچا عدالت هم نۀ کوى بلکې دا ټول اختيار يې زوئ ته سپارلے دے
او هغۀ مونږ ته دا حُکم وکړو چې خلقو ته زما بيان وکړئ او دا ګواهى ورکړئ چې هم دا عيسىٰ دے چې خُدائ پاک د ژوندو او مړو دپاره د منصف په طور مقرر کړے دے.
ځکه چې هغۀ يوه ورځ مقرره کړې ده په کومه چې به هغه د دُنيا عدالت په صداقت سره د يو سړى په وسيله وکړى کوم چې هغۀ غوره کړے دے، او ټولو ته د دې ثبوت ورکولو دپاره چې هغه څوک دے چې د مړو نه يې بيا راژوندے کړو.“
دا عيسىٰ ”هغه کاڼے دے چې تاسو ګِلکارانو رد کړے وو او هغه د ګوټ سر کاڼے شو.“
دا هغه زيرے دے چې زۀ يې تاسو ته اوروم، هغه ورځ راتلونکى ده چې خُدائ پاک به د عيسىٰ مسيح په وسيله د خلقو د پټو خيالونو عدالت وکړى.
نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.
ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو، نو هلته به هر يو ته د خپل کار بدله مِلاو شى څۀ چې هغوئ په دې بدن کښې کړى وى کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد وى.