زۀ به د ورکو شوو ګډو لټون وکړم او بېلارې شوې ګډې به راواپس کړم. زۀ به د زخمى شوو مرهم پټۍ وکړم او کمزورو له به طاقت ورکړم، خو حرصناکې او مضبوطې به هلاکې کړم. زۀ به په اِنصاف سره د ګډو شپونتوب وکړم.
ځکه چې زۀ يو شپون راولم په دې مُلک چې هغه به د ورک شوو پرواه نۀ کوى، يا به خوارۀ شوى نۀ لټوى، يا به زخمى شوو له شفا نۀ ورکوى، نۀ به صحتمندو له خوراک ورکوى، خو هغه به د څُرب ګډانو غوښه خورى او د دوئ سومونه به وشلوى.