Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 13:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 هيڅ قسم قرض په ځان مۀ پرېږدئ. خو صرف يو کار چې هغه ستاسو دپاره ضرورى دے، هغه دا چې د يو بل سره مينه کوئ، نو په دې سره تاسو په شريعت پوره عمل وکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 13:8
12 Iomraidhean Croise  

د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ، دا د شريعت او د ټولو نبيانو د تعليم مجموعه ده.


زۀ تاسو له يو نوے حُکم درکوم چې د يو بل سره مينه کوئ. لکه چې ما تاسو سره مينه کړې ده نو دغه شان تاسو هم د يو بل سره مينه کوئ.


په چا کښې چې مينه وى هغه د خپل ګاونډى سره بد نۀ کوى، نو په دې سبب مينه کول د شريعت پوره کول دى.


د ټولو حق پوره کوئ، چا ته چې ټيکس ورکول وى، هغوئ ته ټيکس ورکوئ، څوک چې د محصُول حقدار دى هغوئ ته محصُول ورکوئ، د چا چې احترام کول په کار دى، د هغوئ احترام کوئ، د چا چې عزت کول په کار دى، د هغوئ عزت کوئ.


ځکه چې د ټول شريعت خلاصه صرف په دې يو حُکم کښې ده چې، ”تاسو د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“


او د دې هر څۀ نه بغېر تاسو په خپلو کښې د مينې جامې واغوندئ چې هغه هر څۀ په پوره يووالى سره په خپلو کښې يوځائ کوى.


خو زمونږ د داسې هدايت ورکولو نه مقصد هغه مينه ده چې په پاک زړۀ او نېک نيت او رښتينى ايمان سره پېدا کيږى.


کۀ په حقيقت کښې تاسو په هغه شاهى شريعت عمل وکړئ چې په کِتاب مقدس کښې دے چې فرمائى چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه کوئ،“ نو تاسو ښۀ کوئ.


هم دغه د خُدائ پاک د بچو او د اِبليس په بچو کښې فرق دے، څوک چې په صداقت عمل نۀ کوى هغه د خُدائ پاک نه نۀ دے، او نۀ هغه څوک چې د خپل ورور سره مينه نۀ کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan