6 هم په دې وجه تاسو خپل ټيکس ورکوئ ځکه چې دا اختيارمند مشران په خپلو مصروفياتو کښې د خُدائ پاک خادِمان دى.
کله چې د دمشق شاميانو د هددعزر بادشاه مدد دپاره يو لښکر ولېږلو، نو داؤد په هغوئ باندې حمله وکړه او دوويشت زره سړى يې ترې نه ووژل.
داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو او دا خبره يې يقينى کړه چې د هغۀ د خلقو سره همېشه د حق او اِنصاف سلوک کيږى.
بادشاه سلامت، کۀ دا ښار بيا جوړ شى او د دې دېوالونه سر ته ورسيږى، نو خلق به محصُول، جزيه او پېسې ورکول بند کړى او ستا شاهى محصُول به کم شى.
هلته طاقتورو بادشاهانو بادشاهى کړې ده او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته په ټوله صُوبه يې حکومت کړے دے او جزيه، محصُول او پېسې يې راټولولې.
او دې سره زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د يهوداه د مشرانو مدد وکړئ چې دا بيا جوړ کړى. هغوئ له به د پوره خرچې دپاره د شاهى خزانې پېسې ورکولے شى چې د نمرپرېواتۀ طرف ته د فرات د محصُول نه اخستے شى، د دې دپاره چې کار ايسار نۀ شى.
خو څۀ کسانو دا هم ووئيل، ”مونږ پېسې قرض کړې وې چې په خپلو پټو او د انګورو په باغونو مو بادشاه له محصُول ورکړى.
او په دې وينا يې د هغۀ خلاف دعوىٰ شروع کړه، ”مونږ دا سړے وليدلو چې زمونږ د قوم خلق بېلارې کوى او قيصر ته د محصُول ورکولو نه خلق منع کوى او وائى چې زۀ مسيح بادشاه يم.“
او کۀ د ډاډګيرنې نعمت يې درکړے وى نو ډاډګيرنه ورکوئ، کۀ د سخاوت نعمت يې درکړے وى نو سخاوت کوئ او کۀ د مشرۍ نعمت يې درکړے وى نو په محنت يې کوئ، کۀ د رحم نعمت يې درکړے وى نو ښۀ په خوشحالۍ رحم کوئ.
نو ځکه دا ضرورى ده چې تاسو تابعدار اوسئ، نۀ صرف د سزا نه د بچ کېدو دپاره بلکې د دې دپاره چې ضمير مو په سکون کښې وى.
د ټولو حق پوره کوئ، چا ته چې ټيکس ورکول وى، هغوئ ته ټيکس ورکوئ، څوک چې د محصُول حقدار دى هغوئ ته محصُول ورکوئ، د چا چې احترام کول په کار دى، د هغوئ احترام کوئ، د چا چې عزت کول په کار دى، د هغوئ عزت کوئ.