Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 13:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 نو ځکه هر څوک چې د مشرانو تابعدارى نۀ کوى، هغه د خُدائ پاک د اِنتظام مخالفت کوى او څوک چې مخالفت کوى، هغوئ به سزا ومومى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 13:2
14 Iomraidhean Croise  

بيا موسىٰ وفرمائيل، ”هغه به مالِک خُدائ وى چې په ماښام کښې تاسو له د خوړلو دپاره غوښه درکړى او په سحر کښې په مړه خېټه روټۍ درکړى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ هم نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف غورېږئ.“


هغوئ هره ورځ زما لټون کوى او زما د لارې په پېژندلو خوشحاليږى. داسې لکه چې هغه يو ډېر صادق قوم وى او د خپل خُدائ پاک حُکمونه يې رد کړې نۀ وى. هغوئ زما نه د اِنصاف فېصلې غواړى، او داسې څرګندوى چې خُدائ پاک ته په نزدې راتلو خوشحاليږى.


خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.


هم دا هغه خلق دى چې د کونډو جائيدادونه قبضه کوى او د رياکارۍ اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به سخته سزا ومومى.“


هم دا هغه خلق دى چې د کونډو مالونه خورى او د ريا اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به د ټولو نه سخته سزا مومى.“


هر څوک دې د سرکارى مشرانو تابعدار وى، ځکه چې ټول اختيار د خُدائ پاک د طرف نه دے او کوم سرکارى مشران چې موجود دى، هغه خُدائ پاک په خپله مقرر کړى دى.


ځکه چې تابعدارو خلقو ته د مشرانو نه هيڅ يره نۀ وى خو نافرمانو ته وى. کۀ تاسو چرې د مشرانو په وړاندې بغېر د يرې اوسېدل غواړئ، نو تابعدارى کوئ او هغوئ به ستاسو تعريف کوى،


نو ځکه دا ضرورى ده چې تاسو تابعدار اوسئ، نۀ صرف د سزا نه د بچ کېدو دپاره بلکې د دې دپاره چې ضمير مو په سکون کښې وى.


نو تۀ به ما ته وائې چې، ”بيا خُدائ پاک ولې مونږ ملامتوى ځکه چې څوک د هغۀ د مرضۍ مخالفت کولے شى؟“


ايماندارانو ته دا خبره ورياده کړه چې د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو فرمانبردارى دې کوى او د هر نېک کار دپاره دې تيار وى.


اے زما وروڼو او خوېندو، په تاسو کښې دې اُستاذان زيات نۀ شى ځکه چې تاسو ته پته ده چې مونږ څوک چې اُستاذان يُو، راسره به لا نور ډېر سخت حساب کِتاب کيږى.


د مالِک دپاره د بنى آدم د هر يو اِنتظام تابع اوسئ، لکه د بادشاه چې هغه د ټولو نه لوئ دے،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan