13 راځئ چې د ورځې په رڼا کښې په عزت سره ژوند تېر کړُو، نۀ چې په ګډا او نشه بازۍ، نۀ په زناکارۍ، نۀ په مستۍ، او نۀ په شهوت پرستۍ، نۀ په جنګونو او حسد.
د شرابيانو سره ناسته پاسته مۀ کوه، او د خېټورو سره مۀ ګرځېږه.
دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بېعېبه منل.
يو مالداره سړے وو چې کاسنى او د نرم کتان جامې يې اچولې او هره ورځ به يې ډېر په شان شوکت خلقو له دعوتونه ورکول.
خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى.
دا کسان د شرابو په نشه کښې نۀ دى لکه څنګه چې ستاسو خيال دے ځکه چې اوس خو لا د سحر نهۀ بجې دى.
ځکه چې تر اوسه پورې تاسو د ګناه د فطرت په اختيار کښې يئ، او چې تر اوسه پورې په تاسو کښې حسد او جګړه روانه ده. نو ولې د دې نه دا پته نۀ لګى چې تاسو تر اوسه د انسانى خواهش په مطابق کردار کوئ؟
نو د ګناه د فطرت کارونه خو ښکاره دى، يعنې زنا، ناپاکى، عياشى،
بُغض، نشې، مستى او د دې په شان نور ګناهونه. زۀ تاسو ته بيا خبردارے درکوم لکه څنګه چې ما تاسو ته وړاندې درکړے وو، هغه څوک چې داسې کارونه کوى نو هغوئ به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى.
نو زۀ چې د مالِک د خاطره قېدى يم، په تاسو زور راوړم چې هغه شان نېک ژوند تېروئ د کوم دپاره چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ.
نو زۀ تاسو ته په مالِک کښې په سختۍ سره دا خبره کوم چې تاسو نور د غېريهوديانو په شان مۀ اوسېږئ، لکه څنګه چې هغوئ په خپلو باطلو خيالاتو کښې اوسى.
نو بيا د خپل چال چلن ډېر خيال ساتئ. د کم عقلو په شان ژوند مۀ تېروئ، بلکې د هوښيارانو په شان ژوند تېروئ.
په شرابو مستېږئ مه ځکه چې د دې اَنجام عياشى ده، بلکې د دې په ځائ په روحُ القُدس معمور شئ.
ځکه چې پخوا تاسو په تيارۀ کښې وئ، خو اوس تاسو په خپله په مالِک نُور يئ. نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ.
صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى، نو بيا کۀ زۀ راشم او يا رانۀ شم، خو چې ستاسو په حقله دا واورم چې تاسو په يو روح کښې قائم يئ، او د اِنجيل د ايمان دپاره په يو زړۀ ښۀ خوارى کوئ.
د خود غرضۍ او بېځايه فخر په وجه څۀ مۀ کوئ، بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ.
د دې دپاره چې تاسو د مالِک لائق ژوند تير کړئ او په هره طريقه هغه راضى کړئ او په هر نېک کار کښې مېوه ونيسئ او د خُدائ پاک په عِلم کښې ترقى وکړئ.
نو هم په دې وجه هر هغه خواهش مړ کړئ کوم چې ستاسو دُنياوى فطرت سره تعلق ساتى لکه زناکارى، پليتى، شهوت پرستى، بد خواهشات او حرص چې بُت پرستى ده.
تاسو ته به مو صلاح او ډاډګيرنه درکوله او درباندې به مو زور اچولو چې داسې ژوند تېر کړئ چې د خُدائ پاک خوښ وى، چا چې تاسو خپلې بادشاهۍ او لويئ ته رابللى يئ.
نو چې تاسو د غېر ايماندارانو سره په ښۀ طريقه سلوک کوئ او د چا هم محتاج نۀ يئ.
په دُعا کښې ناغه مۀ کوئ.
يا تاسو دا ګڼئ چې مقدس کِتاب بېفائدې وائى چې، ”خُدائ پاک چې کوم روح زمونږ په زړُونو کښې اچولے دے، هغه د حسد خواهش ساتى څۀ؟“
هر څوک چې وائى چې، ”زۀ په هغۀ کښې اوسېږم،“ نو په کار دى چې هغه دې داسې ژوند تېروى لکه څنګه چې مسيح تېر کړے وو.
زۀ په دې ډېر خوشحاله شوم چې مې واورېدل چې ستاسو څۀ بچى د حق په لار روان دى لکه څنګه چې د پلار نه مونږ ته حُکم شوے دے.
ځينې د اور لمبو نه راوچت کړئ او بچ يې کړئ، او په يرې سره په ځينې خلقو رحم کوئ، او د هغۀ د هغه ګناه نه نفرت کوئ په کوم چې هغه تور شوے دے.