Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 12:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 نو مونږ چې ډېر يُو خو په عيسىٰ مسيح کښې يو بدن يُو، او د يو بل سره تړلى يُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 12:5
15 Iomraidhean Croise  

نور زۀ په دُنيا کښې نۀ پاتې کېږم خو هغوئ په دُنيا کښې دى او زۀ تا ته درروان يم. اے قُدوسه پلاره، د خپل نوم په طاقت د هغوئ حفاظت وکړه څوک چې تا ما له راکړى دى، نو چې هغوئ هم يو موټے شى څنګه چې مونږ دواړه يو يُو.


لکه څنګه چې زمونږ په بدن کښې ډېر اندامونه دى او د ټولو اندامونو کار يو شان نۀ دے،


کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر يُو خو په شريکه د يوې روټۍ نه خورو او په دې دا څرګنده وُو چې مونږ يو بدن يُو.


څنګه چې زۀ په خپل هر کار کښې د هر چا د خوشحالولو کوشش کوم نو دا زۀ د خپلې فائدې دپاره نۀ کوم بلکې د نورو ډېرو دپاره يې کوم د دې دپاره چې هغوئ پرې خلاصون بيا مومى.


نو اوس اندامونه ډېر دى خو بدن يو دے.


ولې تاسو خبر نۀ يئ چې ستاسو بدنونه د مسيح اندامونه دى؟ نو ولې زۀ دې د مسيح اندامونو نه د يوې کنجرې اندامونه جوړ کړم؟ نه، هيڅکله نه.


او جماعت د مسيح بدن دے. او د مسيح نه پوره معمورتيا حاصلوى او هم دې وخت کښې ټول کائنات د خپل حضور نه ډکوى.


د هغوئ ذمه وارى دا ده چې مقدسين د خِدمت دپاره تيار کړى او د مسيح بدن له وده ورکړى،


نو بيا تاسو هر يو کس دروغ وئيل پرېږدئ او د خپل ګاونډى سره رښتيا وايئ ځکه چې مونږ ټول د يو بدن اندامونه يُو.


ځکه چې هر خاوند د خپلې ښځې سر دے لکه څنګه چې مسيح د خپل جماعت سر دے د کوم چې هغه بچ کوونکے دے.


ځکه چې مونږ د هغۀ د بدن اندامونه يُو.


زۀ اوس په هغه کړاونو کښې خوشحاله يم کوم چې ستاسو دپاره تېروم. ځکه چې زۀ په خپل بدن کښې د مسيح د بدن يعنې د جماعت دپاره د مسيح د کړاونو هغه کمے پوره کوم، کوم چې لا تر اوسه پورې پاتې دے.


او هغوئ د بدن د سر يعنې مسيح سره تعلق پرېښے دے. ځکه چې په هغۀ کښې د بدن ټول بندونه او پلې په خپلو کښې يو ځائ کيږى او خُدائ پاک ورله وده ورکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan