19 اے زما عزيزانو، خپل بدل مۀ اخلئ بلکې خُدائ ته د بدل اخستو موقع ورکړئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم.“
داسې مۀ وايه چې، ”د دې بدو انتقام به زۀ په خپله اخلم.“ مالِک خُدائ ته صبر وکړه هغه به ستا بدله واخلى.
داسې مۀ وايه، ”هغۀ چې ما سره څۀ کړى دى نو زۀ به هم هغه شان ورسره وکړم، او زۀ به ترې نه خپل بدل واخلم.“
نو په دې وجه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”زۀ به ستاسو د حق دفاع وکړم او ستاسو انتقام به واخلم، زۀ به د هغۀ د سيند او چينو اوبۀ اوچې کړم.
”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې ادوم د يهوداه د قوم نه په بدله اخستو سره سخت مجرم وګرځولے شو.
د هيچا نه بدل مۀ اخلئ يا د چا سره په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. زۀ مالِک خُدائ يم.
خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د هغه سړى خلاف مۀ ودرېږئ څوک چې درسره بد کوى. کۀ څوک درله په ښى مخ څپېړه درکړى نو ګس مخ هم ورواړوه.
څوک چې تاسو زوروى د هغوئ خير غواړئ، برکت يې غواړئ او ښيرى ورته مۀ کوئ.
د بدۍ په بدله کښې د چا سره بدى مۀ کوئ. هم هغه کارونه کوئ چې د هر چا په نظر کښې د عزت وى.
ځکه چې هغوئ ستا د ښېګړې دپاره د خُدائ پاک خادِمان دى. خو کۀ چرې تاسو نافرمانى کوئ نو ويرېږئ، ځکه چې ستاسو سزا د هغوئ په لاس کښې ده او سزا به ضرور درکړى. هغوئ د خُدائ پاک خادِمان دى او د نافرمانو نه بدله اخلى.
او په داسې کولو اِبليس له موقع مۀ ورکوئ.
مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم. نو هغه وخت به راشى چې هغوئ به راوغورزيږى، او د هغوئ د تباهۍ ورځ نزدې ده.
قومونو، تاسو د مالِک خُدائ د خلقو صِفت وکړئ، مالِک خُدائ هغه هر چا له سزا ورکوى چې څوک هغوئ ووژنى. هغه د خپلو دشمنانو نه بدله اخلى او د خپلو خلقو د زمکې کفاره ادا کوى.
او په دې معامله کښې دې څوک د خپل ورور په حق تجاوز نۀ کوى او نۀ دې د هغۀ سره دوکه کوى. ځکه چې مالِک به هغه ټولو خلقو له سزا ورکړى څوک چې داسې کارونه کوى، لکه څنګه چې مونږ تاسو ته د شروع نه وئيلى وُو او خبردارے مو درکړے وو.
سکندر مسګر ما ته لوئ نقصان راکړے دے. خو مالِک خُدائ به هغۀ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړى.
ځکه چې مونږ هغه پېژنو چا چې فرمائيلى دى چې، ”بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم،“ او بيا دا چې، ”مالِک به د خپل اُمت عدالت کوى.“
دا مالِک خُدائ وو چې هغۀ د بدل اخستلو نه او تۀ يې د خپلو دشمنانو د وژلو نه ساتلے يې. او اوس زۀ تا ته په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې ستا دشمنان او هر څوک چې تا ته نقصان رسوى هغوئ له به د نابال په شان سزا ورکړے شى.
ستا د هوښيارتوب دپاره دې د خُدائ پاک شُکر وى او د هغې دپاره چې تا نن وکړل چې د وينې تويولو د جرم او د خپل بدل اخستلو نه دې وساتلم.
داؤد وفرمائيل، ”ما ته پته ده چې مالِک خُدائ به په خپله ساؤل مړ کوى، کۀ هغه په خپل مرګ مړ شى او يا کۀ په جنګ کښې مړ شى.
مالِک خُدائ دې نۀ کړى چې هغه چا له د نقصان رسولو کوشش وکړم څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے. راځئ چې د هغۀ نېزه او د اوبو منګے راواخلو او لاړ شُو.“