13 د مقدسينو په حاجتونو کښې مدد کوئ او د مسافرانو د مېلمستيا خيال ساتئ.
راځه چې په چت باندې يوه وړه کوټه جوړه کړُو، يو کټ، مېز، کُرسۍ او يوه ډيوه به په کښې کېږدو او چې هغه کله مونږ له راځى نو هلته به پاتې کيږى.“
بختور دے هغه څوک چې د مسکينانو خيال ساتى، کله چې دے په تکليف کښې وى مالِک خُدائ ورله خلاصون ورکوى.
هغه خپل لاسونه د غريبانانو مدد دپاره غزوى او حاجتمندو ته خپل لاسونه ورسوى.
کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک راکړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ راکړې، او چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم،
نو کورنيليوس په يرې سره هغې ته کتل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”صاحبه، څۀ چل دے؟“ فرښتې جواب ورکړو چې، ”ستا دُعاګانې او غريبانانو ته خېراتونه خُدائ پاک قبول کړى دى.
او د رسولانو په حضور کښې به يې پېش کولو. بيا هغه پېسې به يې هر هغه چا ته ورکولې د چا به چې ضرورت وو.
او کۀ د ډاډګيرنې نعمت يې درکړے وى نو ډاډګيرنه ورکوئ، کۀ د سخاوت نعمت يې درکړے وى نو سخاوت کوئ او کۀ د مشرۍ نعمت يې درکړے وى نو په محنت يې کوئ، کۀ د رحم نعمت يې درکړے وى نو ښۀ په خوشحالۍ رحم کوئ.
او تاسو ته پته ده چې په اخيه کښې د ستِفناس خاندان اول ايمان راوړو او خپل ځانونه يې د مقدسينو خِدمت ته وقف کړل، نو اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته خواست کوم چې
اوس ما دپاره دا ضرورى نۀ ده چې تاسو ته د مقدسينو د چندې په حقله وليکم
ځکه چې د دې خِدمت په کولو به نۀ تش د مقدسينو ضرورتونه پوره شى بلکې د ډېرو خلقو له خوا به د خُدائ پاک ډېره شُکر ګزارى وشى.
ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.
نو په کار دى چې د جماعت مشر د اِلزام نه پاک، د يوې ښځې خاوند، پرهيزګار، شريف، د عزت قابل مېلمه دوست او د تعليم ورکولو لائق وى،
په کار ده چې هغه په خپلو نېکو کارونو کښې مشهوره وى، خپل بچى يې رالوئ کړى وى، د مسافرو مېلمستيا يې کړې وى، د مقدسينو پښې يې وينځلې وى، د مصيبت ځپلو مدد يې کړے وى او چې خپل ځان يې د هر ښۀ کار کولو دپاره وقف کړے وى.
بلکې هغه دې مېلمه دوست، نېک خواه، شريف، تقوىٰ دار، پاک او په خپل ځان قابو ساتونکے وى.
زمونږ خلق دې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړى، د دې دپاره چې د ضرورتمندو خلقو حاجتونه سمدستى پوره شى نو چې ژوند بېفائدې نۀ شى.
اے زما وروره، ما ته ستا په مينه ډېره خوشحالى او تسلى مِلاو شوې ده ځکه چې ستا په سبب د مقدسينو زړونه تازه شوى دى.
او نېکى کول او سخاوت مۀ هېروئ ځکه چې خُدائ پاک په داسې قربانو خوشحاليږى.
د مسافرو د مېلمستيا کولو نه بېپرواه کېږئ مه، ځکه چې د دې په وجه ځينو خلقو د فرښتو مېلمستيا هم کړې ده خو پوهه شوى نۀ دى.
ځکه چې خُدائ پاک بېاِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ.
د شکايت نه بغېر په خپلو کښې د يو بل مېلمستيا کوئ.
کۀ د چا سره د دُنيا هر څيز وى او خپل ايماندار ورور يا خور ضرورتمند وګورى او د خپل زړۀ دروازه هغۀ ته بنده کړى نو بيا په هغۀ کښې د خُدائ پاک مينه څنګه اوسيږى؟
اے ګرانه وروره، تۀ د وروڼو په خِدمت کښې ډېر وفادار يې، اګر کۀ تا ته هغوئ پردى دى.