Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 11:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 خو خُدائ پاک هغۀ ته څۀ جواب ورکړو؟ ”ما د خپل ځان دپاره اووۀ زره سړى ساتلى دى چا چې بعل ته سجده نۀ ده کړې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 11:4
12 Iomraidhean Croise  

هغۀ نۀ صرف د يربعام بادشاه ګناهونه معمولى ګڼل بلکې هغۀ د صيدانى بادشاه اِتبعل لور ايزبل هم وادۀ کړه او د بعل عبادت يې وکړو.


هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما په شوق سره ستا خِدمت کړے دے، ما صِرف ستا خدمت کړے دے، اے مالِک خُدايه ربُ الافواجه. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما په ژوند پسې لګېدلى دى.“


خو زۀ به بيا هم په اِسرائيل کښې اووۀ زره کسان ژوندى پرېږدم، هغه ټول چې زما وفادار وى او بعل ته يې سجده نۀ وى کړې او هغه ټول چې د هغوئ خُلو هغه بُت ښُکل کړے نۀ وى.“


هر څوک چې په يروشلم کښې پاتې وى، نو خُدائ پاک به د هغۀ دپاره ژوند غوره کړے وى نو هغه به مقدس ګڼلے شى.


او هغوئ د بعل بُت دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې دى چې خپل بچى هلته په کښې د سوزېدونکى قربانۍ په توګه بعل بُت ته پېش کړى. د داسې کار ما نۀ هغوئ ته حکم ورکړے دے او نۀ مې په خيال خاطر کښې راغلى دى،


ستاسو مشرانو به چې کله هم خبرې کولې نو ټول اِسرائيليان به ريږدېدل، کۀ څۀ هم چې دوئ اهم خلق وُو بلکې بعل ته په عبادت کولو سره يې ګناه وکړه او په دې کولو سره هغوئ خپله تباهى يقينى کړه.


هغې ته پته نۀ وه چې زۀ هغه ذات يم چا چې هغې له غله، مے، د زيتُونو تېل او هغه ډېر سرۀ زر او سپين زر ورکړل. خو هغې هغه هر څۀ بعل بُت ته په عبادت کښې پېش کړل.


”زۀ به خپل لاس د يهوداه او د هغوئ ټولو خلاف وراوږد کړم څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى. زۀ به د دې ځائ نه د بعل د عبادت يادونه، د بُت پرستانو نومونه او بُت پرسته اِمامان ختم کړم،


چې د فعور بعل وو. نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو.


تاسو په خپله وليدل چې د فعور په غرۀ کښې مالِک خُدائ څۀ وکړل. هغۀ هغوئ ټول تباه کړل چا چې د بعل عبادت کولو،


هغوئ د مالِک خُدائ عبادت پرېښودو او د بعل او عستارات خِدمت يې شروع کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan