34 ”د مالِک خُدائ په اراده څوک پوهېدے شى؟ يا څوک هغۀ ته مشوره ورکولے شى؟
تا د خُدائ پاک د راز منصوبې واورېدې څۀ؟ او ستا څۀ خيال دے ولې تۀ يواځې هوښيار يې څۀ؟
څوک خُدائ پاک ته ښودنه کولے شى، هغه خُدائ پاک ته چې د غټو مرتبو لرونکو خلقو هم عدالت کوى؟
ياد ساته چې د خُدائ پاک طاقت څومره لوئ دے، او هغه د ټولو نه عظيم اُستاذ دے.
مالِک خُدائ ته څوک ښودلے شى چې داسې کوه؟ هغۀ ته څوک ښودنه کولے شى يا مشوره ورکولے شى؟
خو په هغوئ کښې کوم يو د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ وو چې هغه څۀ يې ليدلى يا اورېدلى وى کوم چې هغۀ فرمائيلى دى؟ يو هم نه. چا هغۀ ته غوږ نيولے او چا د هغۀ آواز اورېدلے دے؟
ځکه چې، ”د مالِک خُدائ په اراده څوک پوهېدے شى؟ يا څوک هغۀ ته مشوره ورکولے شى؟“ خو مونږ د مسيح عقل لرو.