Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 11:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 لکه څنګه چې مخکښې تاسو غېر‌يهوديان د خُدائ پاک نافرمانه وئ، خو چې کله بنى اِسرائيلو د هغۀ نافرمانى وکړه نو د هغوئ په ځائ خُدائ پاک په تاسو رحم وکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 11:30
14 Iomraidhean Croise  

ځکه چې د خُدائ پاک نعمتونه او د هغۀ بلنه نۀ بدلېدونکې دى.


خو اوس هغوئ نافرمانه دى او د خُدائ پاک رحم په تاسو وشو نو چې دوئ هم ستاسو په وجه د خُدائ پاک په رحم کښې شريک شى.


او د دې دپاره چې غېر‌يهوديان هم د رحم په سبب د خُدائ پاک ثنا ووائى لکه څنګه چې ليکلى دى چې، ”هم په دې وجه به زۀ په غېر‌يهوديانو کښې ستا اِقرار کومه او ستا د نوم سرودونه به وايم.“


خو د پېغلو په باب کښې ما سره د مالِک څۀ حکم نشته، خو زۀ څوک چې مالِک د خپل رحم په وسيله د اعتماد قابل کړے يم تاسو ته خپله رائے درکوم.


نو ځکه چې مونږ ته د خُدائ پاک د رحم په وسيله دا خِدمت وسپارلے شو نو مونږ همت نۀ بائيلو.


څۀ وخت تاسو هم د دې دُنيا برخه وئ او داسې ژوند مو تېرولو.


اے تيموتيوسه زما زويه، زۀ تا له دا هدايات درکوم د هغه پېشګويو په مطابق چې مخکښې ستا په حقله شوى دى، چې تۀ د هغې په مطابق ښۀ منډه ووهې،


او چا ته هغۀ قسم وخوړلو چې، هغوئ به زما په آرام کښې داخل نۀ شى؟ نو دا هغوئ نۀ وُو چا چې نافرمانى وکړه؟


مخکښې تاسو د خُدائ پاک اُمت نۀ وئ خو اوس يئ، مخکښې په تاسو رحمت نۀ وو شوے خو اوس په تاسو رحمت وشو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan