Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 11:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 ”مالِکه، هغوئ ستا نبيان مړۀ کړى دى، هغوئ ستا قربان‌ګاه نړولې دى، او زۀ يواځې پاتې يم او هغوئ زما ژوند هم ختموى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 11:3
6 Iomraidhean Croise  

زما نېکه، تا ته پته نشته څۀ چې کله ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل نو ما د هغوئ سل پېغمبران په دوو غارونو کښې پنځوس پنځوس پټ کړل او د خوراک او د اوبو بندوبست مې ورله وکړو؟


او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو.


خو ستا خلقو سرکشى وکړه او ستا نافرمانى يې وکړه، هغوئ ستا قانون ته شا کړه. هغوئ به هغه پېغمبران وژل چې خبردارے يې ورکولو، کومو چې ورته فرمائيل چې تا ته واپس راوګرځى. هغوئ ستا خِلاف لويه ګستاخى کوله،


ما ستاسو خلقو ته بې‌فائدې سزا ورکړه، ځکه چې هغوئ زما اصلاح ‎کول ونۀ منل. خو تاسو لکه د غړمبېدونکى زمرى په شان په خپلو نبيانو حمله وکړه او هغوئ مو قتل کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan