29 ځکه چې د خُدائ پاک نعمتونه او د هغۀ بلنه نۀ بدلېدونکې دى.
زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟ هغې نه کار واخله ځکه چې زۀ به رحم نۀ کوم.
”زۀ نۀ بدلېدونکے مالِک خُدائ يم. نو ځکه تاسو، اے د يعقوب اولاده، تباه نۀ شوئ.
خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.
لکه څنګه چې مخکښې تاسو غېريهوديان د خُدائ پاک نافرمانه وئ، خو چې کله بنى اِسرائيلو د هغۀ نافرمانى وکړه نو د هغوئ په ځائ خُدائ پاک په تاسو رحم وکړو.
مونږ ته پته ده څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى د هغه خلقو د ښېګړې دپاره هر څۀ په شريکه کار کوى يعنې کوم خلق چې د هغۀ د ارادې په مطابق رابللے شوى دى.
او هم دا د مخکښې نه مقرر کړے شوى هم وُو او هغه څوک چې خُدائ رابللى دى، هغه يې صادقان کړى هم دى، او څوک چې هغۀ صادقان کړى دى، هغوئ ته يې خپل جلال هم ورکړے دے.
اے وروڼو او خوېندو، د خپل پخوانى مقام په حقله سوچ وکړئ چې ستاسو په مينځ کښې د انسانى معيار په مطابق تاسو کښې نۀ ډېر هوښيار وُو، نۀ ډېر زورَور وُو او نۀ ډېر د اوچت خاندان خلق وُو.
نو زۀ دُعا کوم چې ستاسو د زړۀ سترګې دې روښانه شى چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغۀ تاسو د څومره لوئ اُميد دپاره رابللى يئ، يعنې هغه شاندار ميراث له چې هغۀ د خپلو مقدسينو دپاره ساتلے دے څومره لوئ دولت دے،
نو زۀ چې د مالِک د خاطره قېدى يم، په تاسو زور راوړم چې هغه شان نېک ژوند تېروئ د کوم دپاره چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ.
بدن هم يو دے او روحُ القُدس هم يو دے او دغه شان تاسو هم د يو اُميد دپاره رابللے شوى وئ.
زۀ د مقصد په طرف په منډه يم چې هغه انعام حاصل کړم د کوم دپاره چې زۀ خُدائ پاک د عيسىٰ مسيح په وسيله آسمانى ژوند ته بللے يم.
هم په دې وجه مونږ ستاسو دپاره همېشه دُعا کوُو چې زمونږ خُدائ پاک دې تاسو د خپلې بلنې جوګه کړى، او ستاسو د نېکۍ هر يو خواهش او د ايمان هر يو کار دې په خپل قدرت سره پوره کړى،
خُدائ پاک مونږ له خلاصون راکړو او مونږ يې خپل مقدس ژوند ته راوبللو. هغۀ دا زمونږ د نېکو کارونو په خاطر ونۀ کړو، بلکې دا د اول نه زمونږ دپاره د هغۀ منصوبه وه، يعنې د ازل نه، چې د عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ خپل فضل وکړى.
نو ځکه اے پاکو وروڼو او خوېندو، تاسو چې په آسمانى بلنه کښې شريک يئ، په هغه رسول او مشر اِمام عيسىٰ غور وکړئ د چا چې مونږ اِقرار کوُو.
خو عيسىٰ په قَسم سره اِمام مقرر کړے شو ځکه چې خُدائ پاک په خپله هغۀ ته وفرمائيل چې، ”مالِک قَسم وخوړو او هغه به د دې نه وروستو نۀ شى چې تۀ به د تل دپاره اِمام يې.“
نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، د خپلې بلنې او غوره والى د ثابتولو زيات کوشش کوئ، ځکه کۀ تاسو داسې اخلاق ساتئ نو هيڅکله به تيندک ونۀ خورئ.