28 ډېر بنى اِسرائيل اوس هم د زيرى دشمنان دى. او دا ستاسو دپاره فائده ده. خو دوئ اوس هم خُدائ پاک ته د خپلو نيکونو اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب په وجه ګران دى.
په دې وجه نۀ چې تاسو نېک عمله او ښۀ خلق يئ خو مالِک خُدائ تاسو پرېږدى چې د هغوئ مُلک ونيسئ. هغه به هغوئ وشړى ځکه چې هغوئ بدعمله خلق دى او د هغۀ اراده دا ده چې ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، او يعقوب سره يې کومه وعده کړې وه هغه پوره کړى.