26 او بيا ټول بنى اِسرائيل به خلاصون ومومى لکه څنګه چې صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”خلاصونکے به د صيون نه راپورته شى، هغه به د يعقوب د نسل نه بېدينى لرې کړى.
”نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به اوس يعقوب د غلامۍ نه واپس راولم او د اِسرائيل په ټولو خلقو به رحم وکړم، او زۀ به په خپل مقدس نوم غېرت وکړم.
د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.