Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 11:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 او کۀ د بنى اِسرائيل څوک په بې‌ايمانۍ کښې پاتې نۀ شى نو هغوئ به بيا پيوند کړے شى، ځکه چې خُدائ پاک دا قدرت لرى چې هغوئ بيا پيوند کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 11:23
6 Iomraidhean Croise  

زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى.


خو بې‌شکه زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغه وخته ما ونۀ وينئ ترڅو چې دا ونۀ وايئ چې، مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى.“


کۀ د زيتون ځينې څانګې پرېکړے شى، او د هغې په ځائ په کښې د ځنګلى زيتون يوه څانګه پيوند شى، نو بيا تاسو غېر‌يهوديان هم د دغه ځنګلى څانګې په شان يئ. لکه څنګه چې هغه د بلې ونې د جرړو نه طاقت حاصلوى نو هم دغه شان تاسو هم د يهوديانو د روحانى جرړو نه طاقت حاصلوئ.


ځکه کۀ چرې تۀ د خپل ځنګلى زيتون د ونې نه راپرېکړے شوے يې او د خپل فطرت په خلاف د اصلى زيتون سره پيوند شوے يې نو بيا به هغه څانګې څومره په آسانه پيوند شى کومې چې د اصلى زيتون خپلې څانګې دى.


خو کله چې څوک د مالِک طرف ته راوګرځى، نو دغه پړده اخوا کيږى.


نو مونږ وليدل چې د بې‌ايمانۍ په وجه هغوئ د داخلېدو قابل نۀ شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan