Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 11:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 دا رښتيا ده، هغوئ د خپلې بې‌ايمانۍ په وجه پرېکړے شوې خو تا د ايمان په وسيله خپل ځائ نيولے دے. نو کبر مۀ کوه بلکې يرېږه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 11:20
43 Iomraidhean Croise  

په ورپسې سحر وختى خلق د تقوع سره نزدې د ځنګل مُلک ته لاړل. چې کله هغوئ سفر شروع کړو، نو يهوسفط هغوئ ته په تقرير کښې دا خبرې وکړې، ”د يهوداه او يروشلم خلقو. په مالِک خُدائ ستاسو په خُدائ پاک باندې يقين کوئ، نو تاسو به کلک ولاړ يئ. په هغه څۀ باندې ايمان لرئ چې څۀ درته پېغمبران فرمائى، نو تاسو به کامياب شئ.“


کۀ څۀ هم چې مالِک خُدائ ډېر اوچت دے، خو بيا هم د ښکته خلقو خيال ساتى، خو هغه کبرژن د ډېر لرې نه پېژنى.


بختور دے هغه څوک چې هر وخت د مالِک خُدائ نه يريږى، خو څوک چې خپل زړۀ سخت کړى نو په مصيبت کښې به راګېر شى.


څوک چې په خپل ځان يقين کوى نو هغه کم عقل دے، خو څوک چې په هوښيارتيا سره قدم اوچتوى نو دے به بچ پاتې شى.


د انسان مغروره سترګې به ټيټې کړے شى او د انسان لوئى به په عاجزۍ بدله شى. نو په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى.


د انسان غرور به په عاجزۍ بدل شى او د انسان لوئى به خاورې ايرې شى. بُتان به په مکمله توګه ورک شى او په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په خپل لاس دا هر څۀ جوړ کړل، نو بيا دا په وجود کښې راغلل. زۀ د هغه خلقو خيال ساتم څوک چې عاجزان او توبه کوونکى دى، او زما د کلام په وړاندې د يرې نه ريږدى.


د اِسرائيل مشر سامريه دے او د سامريه مشر د رملياه زوئ دے. کۀ په ايمان قائم پاتې نۀ شوئ، نو يقيناً چې پخپله به قائم پاتې نۀ شئ.“


مغروره ته وګوره، هغوئ په خپل ځان يقين ساتى، او د هغوئ ژوند کوږ دے. څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.


په هغه ورځ به تاسو د هغه ټولو خراب کارونو په وجه چې تاسو ما سره کړى دى ونۀ شرمېږئ، ځکه چې زۀ به د دې ښار نه هغه خلق لرې کړم چې په خپل غرور خوشحالۍ کوى. تۀ به بيا کله زما په مقدس غر غرور ونۀ کړې.


زۀ تاسو ته وايم چې هم دا سړے د هغه اولنى سړى نه زيات صادق کور ته واپس لاړو، ځکه هر څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.“


خو چې کله يې هغوئ مخالفت وکړو او بدرد يې ورته ووئيل نو هغۀ احتجاجاً خپلې جامې وڅنډلې او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ستاسو خون ستاسو په غاړه، زۀ ترې پاک يم. اوس به زۀ غېر‌يهوديانو ته لاړ شم.“


نو ځان د هغه څانګو نه اوچت مۀ ګڼه. کۀ تۀ ځان اوچت ګڼې نو ياد ساته چې دا تۀ نۀ يې چې جرړو له وده ورکوې بلکې دا جرړه ده چې تۀ پرې پايې.


ځکه کۀ چرې خُدائ پاک اصلى څانګې پرې نۀ ښودلې نو هغه به تا هم پرې نۀ ږدى.


په خپلو کښې په يو زړۀ اوسئ، لوئ لوئ خيالونه مۀ کوئ بلکې د بې‌وسو ملګرتيا کوئ او خپل ځان هوښيار مۀ ګڼئ.


د هغه فضل په مطابق کوم چې ما ته راکړے شوے دے، زۀ په تاسو کښې هر چا ته دا وايم چې تاسو خپل ځان د خپل حيثيت نه اوچت مۀ ګڼئ. څنګه چې خُدائ پاک هر چا ته يوه اندازه ايمان ورکړے دے، هغه دې خپل ځان د هغې په مطابق وګڼى.


دا رښتيا خبره چې په دوئ کښې ځينې بې‌وفا وُو، خو ولې د دوئ بې‌وفائى به د خُدائ پاک وفادارى ختمه کړى؟


نو کۀ ستا خيال وى چې تۀ مضبوط ولاړ يې خو احتياط کوه چې راپرې نۀ وځى.


نو زما وروڼو او خوېندو، زۀ به اوس تاسو ته هغه زيرے درياد کړم چې ما تاسو ته درکړے وو، کوم چې تاسو قبول کړے وو او په کوم چې تاسو قائم هم يئ.


بېدار اوسئ، په خپل ايمان قائم اوسئ، زړَور شئ، مضبوط اوسئ.


زمونږ مقصد دا نۀ دے چې ستاسو په ايمان بادشاهى کوُو بلکې ستاسو د خوشحالۍ دپاره مونږ تاسو سره په شريکه خِدمت کوُو ځکه چې تاسو په ايمان کښې قائم يئ.


او هره هغه کبرژنه خبره چې د خُدائ پاک د عِلم خلاف وى تباه کوُو او په هر يو نافرمانه خيال قبضه کوُو د دې دپاره چې د مسيح تابعدار شى.


په دې وجه زما ګرانو دوستانو، لکه څنګه چې تاسو همېشه زما تابعدارى کړې ده نۀ يواځې زما په موجودګۍ کښې بلکې د هغې نه ډېر زيات مو زما په غېر موجودګۍ کښې هم کړې ده، هم دغه شان په يره او په رپېدو د خپل خلاصون کار کوئ چې هغه په ښۀ شان سر ته ورسوئ.


په هغۀ کښې جرړې خورې کړئ او خپل ژوند په هغۀ باندې آباد کړئ، او په ايمان کښې مضبوط شئ څنګه چې تاسو ته تعليم درکړے شوے وو او شُکر ادا کوئ.


هغه به د هر يو معبود او د عبادت د هر يو څيز مخالفت کوى او خپل ځان به ترې نه اوچت ګڼى. او هغه به د خُدائ په کور کښې کښېنى او د خُدايئ دعوىٰ به وکړى.


او څوک چې د دې موجوده زمانې دولتمند دى هغوئ ته حُکم ورکړه چې مغرور کيږى دې نه، او نۀ دې په نا اعتباره مال څۀ اُميد کوى، بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى.


نو وروڼو او خوېندو، خبردار شئ، په تاسو کښې دې د چا داسې بد او بې‌ايمانه زړۀ نۀ وى چې د ژوندى خُدائ پاک نه واوړى.


نو مونږ وليدل چې د بې‌ايمانۍ په وجه هغوئ د داخلېدو قابل نۀ شول.


نو راځئ چې مونږ په هغه آرام کښې د داخلېدو دپاره هر کوشش وکړُو نو چې په مونږ کښې څوک هم د هغوئ په شان د نافرمانۍ په وجه ناکامه نۀ شُو.


چا چې په شروع کښې دا زيرے واورېدو نو هغوئ په هغه آرام کښې داخل نۀ شول ځکه چې هغوئ نافرمانى وکړله، خو بعضې خلق داسې دى چې په دې کښې به داخل شى.


تۀ په دې خبره يقين کوې چې خُدائ پاک يو دے. دا ډېره ښۀ خبره ده. اګر چې پيريان هم داسې ايمان ساتى او د يرې نه رپيږى.


بلکې هغه په مونږ زيات فضل کوى، نو ځکه صحيفې دا فرمائى چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“


او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ.


ما د سيلوانوس په وسيله چې زۀ يې ايماندار ورور ګڼم دا ورکوټے خط وليکلو چې تاسو له تسلى درکړم او د دې خبرې ګواهى وکړم چې دا د خُدائ پاک حقيقى فضل دے او په دې قائم پاتې شئ.


تاسو ايمان کښې مضبوط شئ او د هغۀ مقابله وکړئ ځکه چې تاسو ته معلومه ده چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو وروڼه او خوېندې هم دغه شان مصيبتونه زغمى.


هغې چې هر څومره لوئى او عياشى وکړه هم هغه هومره ورته عذاب او وير ورکړئ. هغه په زړۀ کښې دا وائى چې زۀ د تخت مَلِکه يم، زۀ به چرې هم د کونډو په شان ويرونه نۀ کوم.


ځکه چې تۀ وائې چې زۀ مالدار او دولتمند يم او د څۀ څيز حاجتمند نۀ يم. حقه خو دا ده چې تۀ په دې نۀ پوهېږې چې تۀ څومره قابلِ رحم، بدنصيبه، خوار، ړوند او بربنډ يې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan