Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 11:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 نو ځان د هغه څانګو نه اوچت مۀ ګڼه. کۀ تۀ ځان اوچت ګڼې نو ياد ساته چې دا تۀ نۀ يې چې جرړو له وده ورکوې بلکې دا جرړه ده چې تۀ پرې پايې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 11:18
14 Iomraidhean Croise  

اخى‌اب بادشاه ورته ووئيل، ”بِن‌حدد بادشاه ته ووايئ چې تکړه فوجى د جنګ نه مخکښې نۀ بلکې وروستو لافې وهى.“


غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.


پطروس جواب ورکړو، ”ستا په وجه کۀ بل هر يو هم تيندک وخورى، خو زۀ به هيچرې تيندک ونۀ خورم.“


زما نورې ګډې هم شته چې په دې شپول کښې نشته، زۀ به هغوئ هم ضرور دلته راولم. هغوئ به زما آواز اورى، او بيا به يوه رمه وى او شپونکے به يې هم يو وى.


تاسو سامريان د هغۀ عبادت کوئ چې تاسو يې نۀ پېژنئ، خو مونږ د هغۀ عبادت کوُو چې مونږ يې پېژنو، ځکه چې خلاصون د يهوديانو د خوا نه دے.


کله چې هغه حاضر شو نو د يروشلم نه راغلى يهوديان د هغۀ نه راچاپېره شول او په هغۀ يې سخت رنګارنګ اِلزامونه ولګول، خو هغه يې ثابت نۀ کړے شول.


دا رښتيا ده، هغوئ د خپلې بې‌ايمانۍ په وجه پرېکړے شوې خو تا د ايمان په وسيله خپل ځائ نيولے دے. نو کبر مۀ کوه بلکې يرېږه.


نو بيا مونږ په دې فخر وکړو چې د خُدائ پاک په نزد ګنې مونږ ښۀ کار کړے دے؟ نه، مونږ په دې فخر نۀ شُو کولے ځکه چې زمونږ صداقت د شريعت په بنياد نه بلکې د ايمان په وسيله دے.


نو خُدائ پاک د خپل فضل په مطابق دا وعده ځکه وکړه چې اِبراهيم په هغۀ ايمان راوړے وو، د دې دپاره چې د هغۀ فائده د اِبراهيم ټول نسل ته د بخښنې په طور ورسى. نۀ يواځې د هغوئ دپاره چې په شريعت قائم دى، بلکې د هغوئ دپاره هم چې د اِبراهيم په شان ايمان لرى، ځکه چې هغه زمونږ د ټولو پلار دے.


نو کۀ ستا خيال وى چې تۀ مضبوط ولاړ يې خو احتياط کوه چې راپرې نۀ وځى.


او اوس چې تاسو د مسيح يئ نو تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، او د وعدې په مطابق وارثان يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan