15 ځکه کۀ د هغوئ رد کېدل د دُنيا پخلا کېدل شول نو د هغوئ بيا قبلېدل به مړو ته د ژوندون نه څۀ کم نۀ وى.
اويا وارې اووۀ کاله ستا قوم او ستا مقدس ښار دپاره مقرر شوى دى چې په کښې خپله سرکشى ختمه کړئ، او ګناه بنده کړئ، د بدعملۍ کفاره ورکړئ، نۀ ختمېدونکے صداقت قائم کړئ، د پېغمبرى رويا او پېشګوئې تصديق وکړئ او چې د ټولو نه مقدس ځائ مسح کړئ.
ځکه چې زما دا مړ زوئ بيا راژوندے شو، دے خو ورک شوے وو او بيا وموندے شو. او دغه شان هغوئ خوشحالى شروع کړه.
نو مونږ ته ځکه خوشحالى او جشن کول په کار دى چې ستا دا مړ ورور اوس بيا راژوندے شو، دے خو ورک وو او مونږ بيا وموندلو.“
په ايمان کښې کمزورى خلق ځان سره شريک کړئ او په مسائيلو کښې ورسره بحث مباحثه مۀ کوئ.
څوک چې هر څۀ خورى هغه دې هغه چا ته سپک ونۀ ګورى څوک چې دا نۀ خورى، او څوک چې نۀ خورى هغوئ دې په خوراک کوونکى اِلزام نۀ لګوى ځکه چې خُدائ پاک هغوئ قبول کړى دى.
هغه منصوبه دا ده چې په صحيح وخت کښې به هغه ټول څيزونه کۀ په آسمان کښې وى او کۀ په زمکه وى د مسيح د واک او اختيار لاندې راجمع کړى.
خو د درې نيمو ورځو نه پس خُدائ پاک په هغوئ کښې د ژوند ورکولو روح واچولو او هغوئ په خپلو پښو ودرېدل او چا چې دا وليدل، هغوئ ټول يرېدل.