14 چې په دې طريقه زۀ په خپل قوم کښې سيالى پېدا کول غواړم او په هغوئ کښې ځينې بچ کړم.
لابن ووئيل، ”په رښتيا سره، تۀ زما خپله وينه يې.“ يعقوب هلته پوره مياشت ايسار شو.
تاسو زما خپلوان يئ او زما خپله وينه يئ، تاسو دې ولې هغه آخرى قبيله يئ چې ما واپس بوځئ؟“
خو زۀ بيا تپوس کوم چې ولې بنى اِسرائيل په دې پوهه نۀ شول؟ اول موسىٰ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو داسې خلقو سره په حسد کړم چې قوم نۀ دے، او تاسو به د يو کم عقل قوم په ذريعه په قهر کړم.“
نو زۀ تپوس کوم، چې ولې هغوئ تيندک وخوړلو نو هغوئ د تل دپاره پرېوتل څۀ؟ نه، بلکل نه، بلکې د هغوئ د نافرمانو په وجه غېريهوديانو خلاصون وموندلو، او په دې سبب بنى اِسرائيل هغوئ سره په حسد شول.
ځکه چې زما دا خواهش دے چې زۀ دې د خپلو خلقو او د انسانى فطرت په مطابق چې زما رشتهدار دى د هغوئ د خاطره لعنتى شم او د دوئ دپاره دې زۀ د مسيح نه جدا شم.
ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بېوقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى.
څنګه چې زۀ په خپل هر کار کښې د هر چا د خوشحالولو کوشش کوم نو دا زۀ د خپلې فائدې دپاره نۀ کوم بلکې د نورو ډېرو دپاره يې کوم د دې دپاره چې هغوئ پرې خلاصون بيا مومى.
ولې چې اے ښځې، تۀ څۀ خبر يې، کېدے شى چې تۀ خپل خاوند بچ کړې. او اے سړيه، تۀ څۀ خبر يې، کېدے شى چې تۀ خپله ښځه بچ کړې.
دا خبره رښتيا ده او په هر لحاظ د قبلولو جوګه ده، چې عيسىٰ مسيح ګناهګارانو له د خلاصون ورکولو دپاره دُنيا ته راغلو، چې په هغوئ ټولو کښې وړومبے زۀ يم.
هغه غواړى چې ټول خلق خلاصون ومومى او د حقيقت عِلم ورته حاصل شى.
د خپل ځان او د خپل تعليم ډېر خيال کوه او پرې قائم پاتې شه ځکه چې په داسې کولو به تۀ د خپل ځان او د خپلو اورېدونکو د خلاصون سبب شې.
خُدائ پاک مونږ له خلاصون راکړو او مونږ يې خپل مقدس ژوند ته راوبللو. هغۀ دا زمونږ د نېکو کارونو په خاطر ونۀ کړو، بلکې دا د اول نه زمونږ دپاره د هغۀ منصوبه وه، يعنې د ازل نه، چې د عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ خپل فضل وکړى.
په دې وجه زۀ د غوره شوو د خاطره دا هر څۀ په خپل ځان برداشت کوم نو د دې دپاره چې هغوئ هم هغه خلاصون او ابدى جلال چې د عيسىٰ مسيح په وسيله دے حاصل کړى.
نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو.
زۀ هغه تا ته واپس درلېږم هغه څوک چې زما د زړۀ سر دے.
ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟
نو مونږ څنګه د سزا نه بچ کېدے شُو کۀ مونږ د دې لوئ خلاصون نه بېپرواه شُو، د کوم چې اول مالِک اعلان وکړو او بيا هغه خلقو وکړو چا چې هغه واورېدلو؟
نو تاسو په دې پوهه شئ چې څوک چې ګناه ګار د ګمراهۍ نه راواړوى، هغه به يو کس د مرګ نه بچ کړى او په ډېرو ګناهونو به پړده واچوى.