13 زۀ اوس تاسو غېريهوديانو ته وايم چې زۀ د غېريهوديانو دپاره هم رسول يم او زۀ خپل خِدمت ته زور ورکوم،
کله چې هغوئ د مالِک عبادت کولو او روژه يې نيولې وه نو روحُ القُدس ورته وفرمائيل، ”برنباس او ساؤل زما د هغه کار دپاره منتخب کړئ د څۀ دپاره چې ما هغوئ رابللى دى.“
بيا هغۀ ما ته ووئيل، لاړ شه، ځکه چې زۀ تا لرې لرې غېر يهودى قومونو ته لېږم.“
خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.
چې خپل زوئ په ما کښې څرګند کړى د دې دپاره چې زۀ په غېريهوديانو کښې د هغۀ زيرے خور کړم. نو نۀ خو ما د انسان نه صلاح واخسته
زۀ د خُدائ پاک د الهام په مطابق هلته لاړم. هلته بيا ما د هغوئ د مشرانو سره پټ ملاقات وکړو. د هغوئ وړاندې مې هغه زيرے کېښودو کوم چې ما غېريهوديانو ته بيان کړے وو. ځکه چې زۀ يرېدلم هسې نه چې زما اوسنۍ يا پخوانۍ منډې ترړې بېفائدې شى.
اګر کۀ زۀ په ټولو مقدسينو کښې د ټولو ورکوټو نه ورکوټے يم، خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېريهوديانو ته د مسيح د بېاندازې دولت زيرے ورکړم،
زۀ د دې دپاره بيان کوونکے او رسول او غېرو يهوديانو ته د ايمان او حقيقت خبرې ښوونکے مقرر شوم، دا زۀ دروغ نۀ وايم بلکې رښتيا وايم.