Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 11:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 نو بيا زۀ تپوس کوم چې ولې خُدائ پاک خپل اُمت رد کړے دے څۀ؟ بلکل نه. زۀ په خپله هم بنى اِسرائيلى يم، د اِبراهيم د نسل نه يم او د بنيامين د خيل غړے يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 11:1
17 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ما چې د اِسرائيل سره څۀ کړى دى نو هغه به په يهوداه هم وکړم، د يهوداه خلق به زۀ د خپل نظر نه لرې کړم او زۀ به يروشلم رد کړم، کوم ښار او کور چې ما خوښ کړے وو او چې ما فرمائيلى وُو چې هلته به زما عبادت کيږى.“


”ولې مالِک خُدائ به د تل دپاره ما شړى څۀ؟ ولې هغه به بيا خپله مِهربانى ما ته نۀ ښائى څۀ؟


مالِک خُدائ به خپل خلق نۀ رد کوى، او هغه به خپل ميراث نۀ هېروى.


زما خُدائ پاک به هغوئ رد کړى، ځکه چې هغوئ ورته غوږ نۀ نيولو او هغوئ به په قومونو کښې در په در ګرځى.


هغه به راشى او دا ټول اجاره دار به مړۀ کړى او د انګورو باغ به بل چا له ورکړى.“ هر کله چې هغوئ دا واورېدل نو وې وئيل، ”خُدائ مۀ کړه.“


”زۀ يهودى يم، د کلکيه په ترسس ښار کښې پېدا شوے وم، او زۀ دلته په دې ښار کښې لوئ شوے يم او د ګملى‌ايل په شاګردۍ کښې مې د خپلو مشرانو د سخت شريعت تعليم حاصل کړو، زۀ هم لکه ستاسو په شان د خُدائ پاک په خِدمت کښې سرګرم وم لکه څنګه چې نن تاسو ټول يئ.


زما د ځوانۍ نه زما ژوندون ټولو يهوديانو ته معلوم دے چې د شروع نه ما ژوند د خپلو خلقو سره او په يروشلم کښې تير کړے دے.


نو زۀ تپوس کوم، چې ولې هغوئ تيندک وخوړلو نو هغوئ د تل دپاره پرېوتل څۀ؟ نه، بلکل نه، بلکې د هغوئ د نافرمانو په وجه غېر‌يهوديانو خلاصون وموندلو، او په دې سبب بنى اِسرائيل هغوئ سره په حسد شول.


نه، هيڅکله نه. کۀ چرې هر بنى آدم دروغژن وى خو خُدائ پاک به همېشه رښتونے وى، لکه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتونے وګرځې او په خپل عدالت کښې دې کامياب شې.“


ځکه چې زما دا خواهش دے چې زۀ دې د خپلو خلقو او د انسانى فطرت په مطابق چې زما رشته‌دار دى د هغوئ د خاطره لعنتى شم او د دوئ دپاره دې زۀ د مسيح نه جدا شم.


ولې هغوئ عبرانيان دى؟ نو زۀ هم يم. ولې هغوئ بنى اِسرائيل دى؟ نو زۀ هم يم. ولې هغوئ د اِبراهيم د نسل نه دى؟ نو زۀ هم يم.


زۀ په اتمه ورځ سنت شوم، د بنى اِسرائيل د قوم او د بنيامين د قبيلې نه يم، د عبرانيانو نه عبرانى، او د شريعت په مطابق فريسى يم،


مالِک خُدائ به د خپل نوم د خاطره تاسو نۀ پرېږدى، ځکه چې د هغۀ دا خوښه ده چې تاسو خپل خلق جوړ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan