Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 1:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 زۀ د روم هغه ټولو اوسېدونکو ته سلام وايم چې د خُدائ پاک محبوبان دى او چې د ايماندار کېدو دپاره رابللے شوى دى. زمونږ خُدائ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو لا فضل او سلامتى درکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 1:7
70 Iomraidhean Croise  

په خپل ښى لاس دې مونږ سره مدد وکړه او مونږ بچ کړه، چې چا سره چې تۀ مينه کوې هغوئ ته خلاصون ورکړه.


زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښې داخل شوے يمه. زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه. ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه، او زۀ خپل پئ او مے څښمه. اے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه. او د مينې نه مست شئينه.


مالِک خُدائ دې د خپل مخ نُور په تاسو وځلوى او په تاسو دې رحم وکړى،


او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى.


عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ګوره چې ما ته لاس رانۀ وړې ځکه چې زۀ لا خپل پلار ته نۀ يم ورغلے. خو زما وروڼو له لاړه شه او هغوئ ته ووايه چې زۀ خپل پلار له او ستاسو پلار له، خپل خُدائ پاک له او ستاسو خُدائ پاک له پاس ځم.“


او خط يې ورکړو چې په کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”مونږ رسولان او مشران ستاسو وروڼه، تاسو غېر‌يهوديانو ايماندارانو ته چې په اَنطاکيه، شام، او کلکيه کښې يئ سلامونه وايو.


خو حنانياس جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ د دې سړى او د هغۀ د ټولو ظلمونو نه خبر يم هغۀ چې کوم ستا د مقدسينو سره په يروشلم کښې کړى دى.


او تاسو هم په هغه رابللے شوو خلقو کښې شامل يئ چې د عيسىٰ مسيح سره تړون ولرئ.


په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده،


او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى، ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.


مونږ ته پته ده څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى د هغه خلقو د ښېګړې دپاره هر څۀ په شريکه کار کوى يعنې کوم خلق چې د هغۀ د ارادې په مطابق رابللے شوى دى.


په آسمان کښې او نۀ په زمکه او نۀ په ټول کائنات کښې داسې څۀ څيز شته چې مونږ د خُدائ پاک د مينې نه جدا کولے شى، کومه چې په مالِک عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته مِلاو شوې ده.


لکه څنګه چې هغۀ د هوسيع په کِتاب کښې فرمائيلى دى چې، ”هغوئ څوک چې زما اُمت نۀ وو، هغوئ ته به زۀ خپل اُمت ووايم، او هغه چې زما محبوبه نۀ وه، هغې ته به خپله محبوبه ووايم.


خو څوک چې رابللى شوى دى، کۀ يهوديان دى کۀ غېر‌يهوديان، د دواړو دپاره مسيح د خُدائ پاک قدرت او د خُدائ پاک حِکمت دے.


د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې په تاسو وى.


د مالِک عيسىٰ مسيح فضل او د خُدائ پاک مينه او د روحُ القُدس شراکت دې تاسو ټولو سره وى.


زما وروڼو او خوېندو، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى، آمين.


خُدائ پاک زمونږ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو له فضل او سلامتى درکړى.


د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه، دې وروڼو ته سلامتى وى او په هغوئ کښې دې د ايمان مينه وى.


د بنيامين قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”دا هغه قبيله ده چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوى او ساتنه يې کوى، هغه ټوله ورځ د هغوئ حِفاظت کوى، او هغه د هغوئ په مينځ کښې اوسيږى.“


په تاسو دې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل او سلامتى وى.


زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.


زمونږ د خُدائ پاک او پلار جلال دې تل تر تله وى. آمين.


زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى. آمين.


او په مسيح کښې هغه ايماندارانو او وفادارو وروڼو او خوېندو ته چې په کولوسى کښې دى. زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه دې په تاسو فضل او سلامتى وى.


نو بيا چې خُدائ پاک تاسو غوره او مقدس وګرځولئ او درسره يې مينه وکړه نو بيا د زړۀ سواندۍ، مهربانۍ، شرافت، عاجزۍ، او صبر جامې واغوندئ.


نو د مسيح سلامتى دې ستاسو په زړونو حکومت وکړى ځکه چې تاسو د يو بدن د اندامونو په طور د سلامتۍ دپاره رابللے شوى يئ. او شُکر ګزارى هم کوئ.


د پولوس، سيلوانوس او د تيموتيوس د طرف نه، د تِسالونيکيانو جماعت دپاره خط کوم چې د خُدائ پلار او په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دے. په تاسو دې فضل او سلامتى وى.


مونږ هر وخت د خپل خُدائ پاک او پلار په حضور کښې ستاسو د ايمان کار او ستاسو مينه ناک خِدمت او ستاسو کلک اُميد چې په مالِک عيسىٰ مسيح دے هغه يادوو.


اے وروڼو او خوېندو، مونږ پوهيږو چې تاسو په خُدائ پاک ګران يئ او هغۀ تاسو غوره کړى يئ.


خُدائ پاک مونږ د ناپاکۍ دپاره نه، بلکې د پاکوالى دپاره رابللى يُو.


زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو سره وى.


په تاسو دې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل او سلامتى وى.


اوس مالِک چې د سلامتۍ سرچينه دے په خپله دې تاسو ته هر وخت او په هر حال کښې سلامتى درکړى. مالِک دې تاسو ټولو سره وى.


زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره وى.


تيموتيوس ته چې په ايمان کښې زما وفادار زوئ دے. په تا دې د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل، رحم او سلامتى وى.


خو هغه غلامان چې مالِکان يې ايمانداران وى، هغوئ دې خپل مالِکان د ورورولۍ په سبب سپک نۀ ګڼى، بلکې نور زيات خِدمت دې هم کوى، ځکه څوک چې د دوئ د ښۀ خدمت نه فائده اخلى هغه ايمانداران او د مينې قابل دى. بيا تۀ د دې خبرو تعليم او ډاډ ورکوه چې د هغوئ ښۀ تابعدارى کوى.


زۀ خپل خوږ زوئ تيموتيوس ته دا خط ليکم. د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل، رحم او سلامتى دې په تا وى.


مالِک دې ستاسو مل وى او په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.


زۀ دا خط تيطوس ته ليکم چې په ايمان کښې ما سره شريک زما وفادار زوئ دے. خُدائ پلار او زمونږ خلاصونکے عيسىٰ مسيح دې تا له فضل او سلامتى درکړى.


د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى.


زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه دې په تاسو فضل او سلامتى وى.


د خُدائ پاک او د مالِک عيسىٰ مسيح غلام د يعقوب د طرفه دې هغه دولسو واړو قبيلو ته چې په مختلفو قومونو کښې خوارۀ وارۀ شوى دى، هغوئ ټولو ته دې سلام وى.


څنګه چې ستاسو رابلونکے پاک دے نو هغه شان تاسو په خپل ټول چال چلن کښې خپل ځان پاک کړئ


تاسو وګورئ چې پلار مونږ ته څومره زياته مينه راکړه چې مونږ به د خُدائ پاک روحانى بچى بللے شُو، نو مونږ په رښتيا سره هم دغه شان يُو. او دُنيا چې مونږ نۀ پېژنى هغه ځکه چې هغه يې هم نۀ دے پېژندلے.


د خُدائ پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح فضل، رحم او سلامتى به په حقيقت او مينې سره په مونږ کښې وى.


”د اِفِسوس د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا د هغۀ پېغام دے چا چې اووۀ ستورى په خپل ښى لاس کښې نيولى دى څوک چې د سرو زرو د اوو ډيوټونو په مينځ کښې ګرځى.


د پرګمون د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، هغه څوک چې چا سره تېرۀ دوه مخيزه تُوره ده هغه داسې فرمائى،


د تواتيره د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې د خُدائ پاک زوئ داسې فرمائى د چا سترګې چې د اور د شغلو په شان دى او چې پښې يې د زېړو په شان ځليږى،


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.“


د سمرنه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې، څوک چې اول او آخر دے، او څوک چې مړ شو او بيا ژوندے شو، هغه داسې فرمائى،


د مالِک عيسىٰ فضل دې په تاسو ټولو وى، آمين.


د لوديکيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا پېغام د هغه چا د طرفه دے چې آمين دے، څوک چې وفادار رښتينے ګواه دے او د خُدائ پاک د نوى خلقت شروع ده. هغه فرمائى چې


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.“


د فيلدِلفيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، هغه څوک چې قُدوس او رښتينے دے داسې فرمائى چې ورسره د داؤد چابى ده او هغه چې دروازه کولاو کړى نو څوک به يې هم بنده نۀ کړى او چې هغه دروازه بنده کړى نو څوک به يې هم کولاو نۀ کړى، هغه داسې وائى چې


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan