32 د خُدائ پاک په دې فرمان هغوئ ښۀ خبر دى چې هغه څوک چې داسې عمل کوى، هغوئ د مرګ لائق دى خو بيا هم هغوئ داسې کوى. هغوئ نۀ صرف دا کوى بلکې داسې کوونکو ته شاباسے هم ورکوى.
کله چې غل ووينئ نو تاسو ورسره مل شئ، تاسو ملګرتيا د زناکارو کوئ.
کوم خلق چې شريعت ماتوى نو په دې کار سره د بدکارانو صِفت کوى، خو هغه څوک چې د شريعت تابعدارى کوى نو هغوئ د شريرانو مخالفت کوى.
هغوئ په خپلو بدو منصوبو بادشاه خوشحالوى، او په دروغو وئيلو باندې آفسران خوشحالوى.
او تاسو په خپله په دې کار د خپل پلار نيکۀ په جرمونو کښې شريک شوئ، هغوئ پېغمبران ووژل او تاسو پرې زيارتونه جوړ کړل.
او کله چې ستا د ګواه ستِفانوس وينه توئ شوله نو زۀ په خپله هلته موجود وم او پرې راضى وم او د هغوئ د جامو څوکۍ مې کوله چا چې هغه مړ کړو.
او ساؤل هم په هغه کسانو کښې وو چې د ستِفانوس په مرګ راضى وُو. هم په هغه ورځ په يروشلم کښې د جماعت سره سخت ظلم شروع شو او د رسولانو نه بغېر ټول ايمانداران د يهوديه او سامريه په علاقو کښې خوارۀ وارۀ شول.
خو د خُدائ پاک غضب د آسمان نه په هغه ټولو بېدينه او بدکارو خلقو نازليږى، څوک چې حقيقت په خپل منافقت سره پټوى.
اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بېاحساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو.
په کوم کردار چې اوس تاسو شرمېږئ او اَنجام يې مرګ دے، نو د هغې فائده څۀ وه؟
ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے.
نو هغوئ څوک چې په حق يقين نۀ کوى بلکې د بدۍ په کارونو خوشحاليږى، هغوئ ټول به سزا ومومى.