Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 1:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 هغوئ د هر قِسم بې‌اِنصافۍ، بدۍ، لالچ او بدو خواهشاتو نه ډک شول. او هغوئ د حسد، قتل، جګړې، ټګۍ او بُغض نه ډک دى. پشى شا خبرې کوونکى

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 1:29
8 Iomraidhean Croise  

زما دشمنان ټول زما خلاف خبرې کوى، هغوئ زما خلاف بد سوچونه کوى،


بدکاره انسان لانجه جوړوى، چغلخور نزدې دوستان په خپلو کښې جدا کوى.


د پوکى نه بغېر اور مړ کيږى، او د غېبت نه بغېر جنګ ختميږى.


خو زۀ درته دا وايم چې کوم سړے چې د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغې باندې زنا کوى، او هر څوک چې طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى هغه زنا کوى.


لکه چې صحيفې وائى چې، ”څوک هم صادق نۀ دے، بلکل يو کس هم نشته.


ځکه چې زۀ يرېږم، هسې نه چې کله زۀ درشم او تاسو چې څنګه غواړم هغه شان مو ونۀ مومم، او څنګه چې تاسو نۀ غواړئ ما هغه شان ومومئ، زۀ يرېږم چې په تاسو کښې جګړه، کينه، غصه، خود غرضى، بده وينا، غېبتونه، ډوزې او فساد نۀ وى.


ښځې دې هم دغه شان ادب ناکې وى، غېبت کوونکې دې نۀ وى بلکې پرهيزګارې او په ټولو خبرو کښې دې ايماندارې وى.


ځکه چې مونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګمراه او د قِسما قِسم خواهشاتو او د عېش و عشرت غلامان وُو او په بدخواهۍ او په حسد کښې مو ژوند تېرولو، هر چا زمونږ نه نفرت کولو او مونږ هم د هغوئ نه نفرت کولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan