Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 1:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 نو ځکه خُدائ پاک هغوئ بې‌شرمه شهوتونو ته پرېښودل. د هغوئ ښځو د فطرى جنسى عمل په ځائ غېر فطرى جنسى عمل خپل کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 1:26
14 Iomraidhean Croise  

دوئ لوط ته چغې ووهلې او تپوس يې ترې وکړو، ”هغه سړى چرته دى چې نن تا کره ايسار دى؟ مونږ له يې بهر راوباسه.“ د سدوم خلقو د هغوئ سره زنا کول غوښتل.


نو ځکه ما هغوئ د دوئ د سخت زړۀ عملونو ته حواله کړل، ترڅو چې د خپلو زړونو خواهشونه پوره کړى.


هم په دې وجه خُدائ پاک هغوئ د خپل نفس ناپاکه خواهشاتو ته پرېښودل، او آخر دا چې هغوئ په خپلو کښې ځانونه يو تر بله وشرمول،


او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى.


ولې تاسو په دې خبر نۀ يئ چې بدکاران به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى؟ ځان مۀ دوکه کوئ، نۀ به حرام کار، نۀ بُت پرست، نۀ زناکار، نۀ بچه بازان،


هغوئ نۀ شرميږى او خپل ځانونه يې په شهوت پرستۍ، او په هر قسم ګنده کارونو پسې ليونى کړل.


ځکه چې د هغې ذکر کول هم د شرم خبره ده کوم کارونه چې نافرمانه خلق په پټه کوى.


نۀ د شهوت په جوش سره، او نۀ لکه د هغه بې‌دينو په شان څوک چې خُدائ پاک نۀ پېژنى.


د حرامکارانو او د بچه بازانو، د اغوا کارو، د دروغژنو او د دروغو قَسم خوړونکو او د دې نه علاوه د رښتينى تعليم د مخالفينو دپاره دے.


خو دا خلق هغه څيزونو ته بدرد وائى کوم چې دوئ نۀ پېژنى، او چې په کومو څيزونو دوئ په طبعى توګه لکه د بې‌شعوره ځناورو پوهيږى، نو په هم دې هغوئ خپل ځان تباه کوى.


دغه شان د سدوم او عموره او د ګېرچاپېره ښارونو مِثال واخلئ چې د هغوئ خلق هم د غېر فطرى فعل او په زناکارۍ کښې پرېوتل، او هغوئ ته د عبرت په توګه په ابدى اور کښې سزا ورکولے کيږى.


هغوئ خپل زړونه خوشحالول چې د ښار څۀ بدکاره سړى ناڅاپه د کور نه تاو شول او په دروازه وهلو باندې يې شروع وکړه. هغوئ هغه بوډا سړى ته ووئيل، ”هغه سړے راوباسه چې تا سره کور ته راغلے دے. مونږ د هغۀ سره حرامکارى کول غواړُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan