روميان 1:21 - Pakistani Yousafzai Pashto21 اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بېاحساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو. Faic an caibideil |
هغوئ هغه اصُول ونۀ منل او هغه لوظ يې پوره نۀ کړو کوم يې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو او هغوئ د هغۀ خبردارى ته پام ونۀ کړو. هغوئ د غلطو بُتانو عبادت وکړو او خپل ځانونه يې سپک کړل، هغوئ د ګېرچاپېره قومونو په رِواجونو باندې روان وُو او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د هغوئ د رِواج نقل مۀ کوئ.