Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 1:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 زۀ د مسيح د زيرى نه نۀ شرمېږم، ځکه چې د هر چا دپاره چې ايماندار وى دا د خلاصون دپاره د خُدائ پاک قدرت دے، اول د يهوديانو دپاره، بيا د غېر‌يهوديانو دپاره.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 1:16
38 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ به د صيون نه ستا زورَوره امسا راوغزوى، نو تۀ به په خپلو دشمنانو باندې حکومت کوې.


زۀ به ستا شريعت بادشاهانو ته بيان کړم زۀ به د چا نه هم نۀ شرمېږم.


زمونږ په پېغام چا يقين کړے دے؟ مالِک خُدائ خپل قوت په چا ظاهر کړے دے؟


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا زما پېغام د اور په شان نۀ دے څۀ، او زما پېغام د څټک په شان نۀ دے څۀ چې ګټ ټوټه ټوټه کوى؟


په دې زناکاره او ګناهګاره زمانه کښې څوک چې په ما او زما په کلام شرميږى، نو اِبن آدم به هم د هغوئ نه وشرميږى کله چې هغه د خپل پلار جلال کښې د پاکو فرښتو سره راشى.“


څوک چې په ما او زما په کلام شرميږى نو اِبن آدم به د هغوئ نه وشرميږى، کله چې هغه په خپل جلال او د پلار او د پاکو فرښتو جلال سره راشى.


نو يهوديانو يو تر بله ووئيل چې، ”دے چرته تلل غواړى چې مونږ به يې بيا نۀ شُو موندے؟ ولې دے غواړى چې د يونان هغه ښارونو ته لاړ شى چې په کښې زمونږ خلق اوسيږى، او يونانيانو ته تعليم ورکړى؟


کله چې خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ راوچت کړو نو اول يې هغه تاسو ته درولېږلو چې تاسو له برکت درکړى چې تاسو هر يو د خپلو بدو لارو نه واړوى.“


نو ايمان د زيرى په اورېدلو پېدا کيږى او زيرے د مسيح د کلام په وسيله اورېدل کيږى.


د نښو او معجزو په قدرت او د خُدائ پاک د روحُ القُدس په طاقت سره هغوئ مطمئن شُو. نو دغه شان ما د يروشلم نه تر اِلريکوم پورې د مسيح زيرے پوره پوره خور کړو.


او ما ته پته ده چې کله زۀ تاسو ته درځم نو د عيسىٰ مسيح پوره برکت به دروړم.


د هغوئ ټولو دپاره به مصيبت او تکليفونه وى څوک چې بدکاره وى، اول د يهودى او بيا د غېر يهودى دپاره.


هغۀ ته د سنت نښه د صداقت د مهر په طور مِلاو شوه کومه چې هغۀ د ايمان په وسيله حاصله کړه ځکه چې هغه لا ناسنته وو. د دې مطلب دا وو چې هغه د هغوئ ټولو هم نيکۀ شى چا چې بغېر د سنت کېدو نه ايمان راوړو او هم په دې وجه هغوئ صادق وګڼلے شول.


او د کوم په وسيله چې تاسو خلاصون حاصلوئ کۀ چرې تاسو زما په درکړى زېرى قائم يئ، کۀ نۀ يئ نو ستاسو ايمان راوړل عبث وو.


کله چې زۀ تاسو سره وم نو ما دا فېصله کړې وه چې تاسو ته په سولۍ شوى عيسىٰ مسيح نه بغېر نور د هيڅ بيان ونۀ کړم.


زما د بيان او د زيرى د اثر وجه د حِکمت او په مائل کوونکو خبرو نۀ وو بلکې هغه د خُدائ پاک د روح او د قدرت د مخه ثابت وو،


چې د نورو په تاسو دا حق شته نو ولې زمونږ د دې نه زيات نۀ دے څۀ؟ مونږ کله هم دې حق نه کار وانۀ خستو خو مونږ هر څيز برداشت کوُو د دې دپاره چې د مسيح په زېرى کښې څۀ رکاوټ نۀ وى.


نو بيا زما اجر څۀ شے دے؟ صرف دا چې زيرے بيانوم او هغه هم مفت بيان کړم، او د خپل هغه حق نه څۀ فائده وانۀ خلم چې ما ته په زېرى کښې حاصل دے.


کله چې زۀ د مسيح زېرى ورکولو له ترواس ښار ته راغلم نو مالِک زما نه وړاندې د خدمت دروازه کولاو کړې وه،


شېطان يعنې د دې دُنيا بادشاه د بې‌ايمانانو عقل ړوند کړے دے د دې دپاره چې هغوئ د مسيح په حقله د زيرى د جلال هغه رڼا ونۀ ګورى، څوک چې د خُدائ پاک په صورت دے.


نو ستاسو د خِدمت په وجه به هغوئ د خُدائ پاک لوئى بيان کړى. نو هغوئ او نورو ټولو ايماندارانو ته به ستاسو سخاوت دا خبره ثابته کړى چې تاسو د مسيح د زيرى تابعدار يئ.


اګر چې بل زيرے نشته. خو داسې خلق شته چې هغوئ دا غواړى چې تاسو بې‌لارې کړى او د مسيح د زيرى مقصد درته بدل کړى.


او د دې دپاره مونږ هم هر وخت د خُدائ پاک شُکر کوُو چې کله تاسو ته د خُدائ پاک کلام درورسېدو کوم چې تاسو زمونږ نه اورېدلے دے، نو تاسو دا قبول کړو د بنى آدم د کلام په طور نه بلکې د حقيقت په طور مو قبول کړو چې دا د خُدائ پاک کلام دے، او چې دا تاسو ايماندارانو کښې کار هم کوى.


دا تعليم د مبارک خُدائ پاک د جلالى زېرى په مطابق دے کوم چې هغۀ ما ته په حواله کړے دے.


او هم په دې وجه زۀ دا تکليفونه زغمم. خو زۀ نۀ شرمېږم، ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.


مالِک دې د اُنيسفرس په خاندان رحم وکړى ځکه چې زۀ اکثر هغوئ په هر لحاظ تازه کړے يم، او زما د زولنو نه ونۀ شرمېدو،


نو بيا زمونږ د مالِک په حقله د ګواهۍ ورکولو يا زما نه چې د هغۀ قېدى يم، مۀ شرمېږه، بلکې د خُدائ پاک د قدرت په وسيله د زيرى د خاطره ما سره په تکليفونو کښې شريک شه.


بې‌شکه چې د خُدائ پاک کلام ژوندے او اثرناک او د هرې دوه مخيزې تُورې نه زيات تېرۀ دے، هغه د انسان د روح او ځان نه تېريږى او جوړونه د پلو نه جدا کوى او د زړۀ د خيالونو او ارادو جاج اخلى.


اوس کۀ په تاسو کښې څوک د مسيحى په توګه تکليف وزغمى، نو هغه دې دا شرم نۀ ګڼى، بلکې د دې نوم په وجه دې د خُدائ پاک ثنا ووائى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan