9 د هغوئ زغرې لکه د اوسپنو د زغرو په شان وې او د هغوئ د وزرونو آوازونه لکه د ډېرو جنګى ګاډو د آسونو په شان وُو کوم چې حمله کوونکى وى.
کله چې بيګل وغږيږى نو آس يو هڼ آواز وکړى. د لرې ځائ نه هغۀ له د جنګ بوئ ورځى، د جنګى مشرانو د تندر په شان آواز او چغې اورى.
د دې هډوکى د زېړو نلکې دى، د هغې هډوکى د اوسپنې سيخونه دى.
د هر يو جنګيالى فوجى پېزار او د هغوئ هغه ټولې جامې چې په وينو داغدارې دى، هغه به په اور وسوزولے شى.
هغوئ به د آسونو د سومونو او پښو ټکار واورى، او د دشمن د جنګى ګاډو غرار او د هغوئ د پايو شور به واورى. پلاران به د يرې نه جام شى او د خپلو بېوسه ماشومانو د بچ کولو دپاره به شاته نۀ ګورى.
او دغسې ما هغه آسونه او د هغوئ سوارۀ په خپله رويا کښې وليدل، هغوئ د اور په شان ځلېدونکى سرې، آسمانى رنګې او د ګوګړو په شان زېړې زغرې اغوستې وې. او د آسونو سرونه يې د زمرو د سرونو په شان وُو او د هغوئ خولې نه اور، لوګے او ګوګړ راوتل.