19 د آسونو طاقت د هغوئ په خولو او لکو کښې وو. نو د هغوئ د لکو لکه د مارانو په شان سرونه وُو او د انسانانو د زخمى کولو طاقت ورسره وو.
مشران او عزتمند خلق د سر په شان دى او هغه پېغمبران د بېخ په شان دى چې د چا تعليمات د دروغو نه ډک وى.
نو په کار نۀ دے چې مونږ دې نور ماشومان پاتې شُو. او نۀ دې مونږ د نوى تعليماتو په وجه اخوا دېخوا کيږُو او نۀ به نور د خلقو د مکارۍ، چالاکۍ او ټګۍ په منصوبو سره ګمراه شُو.
د هغوئ په لکو کښې د لړمانو په شان لشې وې او د هغوئ ټک ورکولو به انسانان تر پينځو مياشتو پورې عذابول.
په دې درې افتونو د دُنيا دريمه حِصه خلق مړۀ شول يعنې په اور، لوګى او ګوګړو کوم چې د هغوئ د خولې نه راوتل.
خو دې افتونو کښې چې کوم انسانان ژوندى پاتې شول هغوئ د خپلو بدو عملونو نه توبه ونۀ ويستله. او هغوئ د پيريانو او د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو، کاڼو او د لرګو نه د جوړو شوو بُتانو عبادت کول پرې نۀ ښودل، کوم بُتان چې نۀ ليدلے او نۀ اورېدلے او نۀ ګرځېدلے شى.