18 په دې درې افتونو د دُنيا دريمه حِصه خلق مړۀ شول يعنې په اور، لوګى او ګوګړو کوم چې د هغوئ د خولې نه راوتل.
نو بيا درېمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو يو لوئ ستورے له آسمان نه راوغورزېدو چې د مشعل په شان بلېدو او دا د سيندونو او چينو په درېمه حِصه ورپرېوتو.
د ستورى نوم ګنډير وو. او د اوبو درېمه حِصه د ګنډير په شان ترخه شوه او ډېر زيات خلق د دې ترخو اوبو څښلو په وجه مړۀ شول.
بيا څلورمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو دې سره د نمر درېمه حِصه او د سپوږمۍ او د ستورو درېمه حِصه ووهلے شوه نو د دوئ درېمه حِصه تيارۀ شوله او د ورځې درېمه حِصه رڼا ختمه شوه او دغه شان د شپې دريمه حِصه رڼا هم ختمه شوه.
وړومبۍ فرښتې خپل بيګل وغږولو نو اور او ږلۍ د وينې سره په زمکه راوورېدل او د زمکې درېمه حِصه وسوزېدله او د ونو درېمه حِصه وسوزېدله او ټول شنۀ واښۀ وسوزېدل.
بيا کله چې دوېمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو لکه يو لوئ غر چې اور پرې بل وى، سمندر ته وغورزولے شو او د سمندر درېمه حِصه وينه شوه،
او په دې باندې د سمندر درېمه حِصه ژوندى مخلوقات مړۀ شول او د سمندرى جهازونو دريمه حِصه په اوبو کښې ډوب شول.
نو هغه څلور فرښتې آزادې کړے شوې څوک چې د درېمې برخې بنى آدمو د وژلو دپاره د دې کال، د دې مياشتې، د دې ورځې او د دې ساعت دپاره مقرر شوې وې.
او دغسې ما هغه آسونه او د هغوئ سوارۀ په خپله رويا کښې وليدل، هغوئ د اور په شان ځلېدونکى سرې، آسمانى رنګې او د ګوګړو په شان زېړې زغرې اغوستې وې. او د آسونو سرونه يې د زمرو د سرونو په شان وُو او د هغوئ خولې نه اور، لوګے او ګوګړ راوتل.
د آسونو طاقت د هغوئ په خولو او لکو کښې وو. نو د هغوئ د لکو لکه د مارانو په شان سرونه وُو او د انسانانو د زخمى کولو طاقت ورسره وو.