Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 9:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 نو ما ته ووئيلے شول چې په آسونو د سوارو فوجيانو شمېر شل کروړه وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 9:16
7 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ جنګى ګاډۍ دى په سلګونو او زرګونو. مالِک خُدائ د سينا د غرۀ نه خپل مقدس ځائ ته راغلو.


سرکارى آفسران او کمانډران ټول ښکلى ځوانان وُو او شاندراې جامې يې اچولې وې او په آسونو سوارۀ وُو.


زۀ به تا ته راوګرځوم، او په ژامنو کښې به دې کُنډې واچوم او د خپل ټول فوج او آسونو سره به دې بهر راوکاږم، ستا د آسونو سوارۀ په زغرو سمبال دى، او يو لوئ لښکر د خپلو وړو او غټو ډالونو سره دے، او هغوئ ټولو خپلې تُورى راويستلى دى.


په آخر وخت کښې به د جنوب بادشاه هغۀ سره په جنګ شى، او د شمال بادشاه به د هغۀ خلاف د جنګى ګا‌ډو او آسونو سوارو او ډېرو سمندرى کشتو سره راوځى. هغه به په ډېرو مُلکونو حمله وکړى او هغوئ به لکه د سېلاب غوندې ختم کړى.


او د هغۀ د حضور نه د اور درياب راوتلو او د هغۀ په وړاندې روان وو. په زرګونو زرګونو د هغۀ خِدمت له راغلل، او په لکونو هستيانې د هغۀ په وړاندې ودرېدلې. بيا د عدالت دپاره دربار کولاو شو، او کتابونه کولاو کړے شول.


بيا چې ما وکتل نو د بې‌شمېره فرښتو آوازونه مې واورېدل چې هغه د تخت او د جاندارو او د مشرانو نه چاپېره وې او د هغوئ شمېر په زرګونو او لکونو کښې وو،


او ما چې د هغوئ شمېر واورېدو چا ته چې مهرونه لګولے شوى وُو او د بنى اِسرائيلو د ټولو خيلونو نه په يو لاک څلور څلوېښت زرو مُهر ولګولے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan