14 هغۀ شپږمې فرښتې ته ووئيل چا سره چې بيګل وو چې، ”د لوئ فرات د سيند په غاړه تړلې څلور فرښتې آزادې کړه.“
نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،
درېم سيند دجله دے، چې د اسور نمرخاتۀ طرف نه تېريږى او څلورم د فرات سيند دے.
بيا داؤد د شام د مُلک د ضوباه بادشاه له شکست ورکړو، چې د هغۀ نوم هددعزر وو او دې د رِحوب زوئ وو، دا په هغه وخت کښې وشول چې کله هددعزر د پاسنى فرات سره علاقې بيا نيولو له روان وو.
کله چې تۀ د دې طومار لوستل بند کړې، نو يو کاڼے ورپورې وتړه او د فرات د سيند په مينځ کښې يې وغورزوه.
خېمې اوچتې کړئ او په سفر روان شئ. د اموريانو د غرونو مُلک او ټولو ګېرچاپېره علاقو ته لاړ شئ چې د اُردن مېدان، د غرونو مُلک او لاندې علاقې، د صحرا علاقه او د مديترانى د سمندر غاړه په کښې ده. د کنعان مُلک ته او د لبنان غرونو نه اخوا د فرات لوئ سيند پورې لاړ شئ.
ستاسو علاقه به په جنوب کښې د بيابان نه واخله په شمال کښې د لبنان غرونو پورې، نمرخاتۀ طرف د فرات د لوئ سيند نه واخله، نمرپرېواتۀ طرف ته د مديترانى د سمندر پورې خوره وى چې په دې کښې به د حِتيانو ټول مُلک شامل وى.
او شپږمې فرښتې خپل جام د فرات په لوئ سيند کښې توئ کړو او د هغې اوبۀ وچې شوې چې د نمرخاتۀ د بادشاهانو دپاره لار تياره شى.
د دې نه پس ما څلور فرښتې د دُنيا په څلورو ګوټونو ولاړې وليدلې چې د دُنيا څلور واړه هواګانې يې قابو کړې وې نو چې په زمکه سمندر يا په يوه ونه هم هوا ونۀ لګى.
بيا ما بله فرښته د نمرخاتۀ نه په راختو وليده چې د ژوندى خُدائ پاک مهر ورسره وو او هغه څلورو فرښتو ته يې په زوره وئيل، چې چا ته په زمکه او سمندر د نقصان ورکولو اختيار ورکړے شوے وو چې،
بيا ما هغه اووۀ فرښتې وليدلې چې د خُدائ پاک په وړاندې ولاړې وې، او هغوئ ته اووۀ بيګلونه ورکړے شول.
بيا هغه اووۀ فرښتې چې ورسره اووۀ بيګلونه وُو، غږولو ته تيارې وې.
نو هغه څلور فرښتې آزادې کړے شوې څوک چې د درېمې برخې بنى آدمو د وژلو دپاره د دې کال، د دې مياشتې، د دې ورځې او د دې ساعت دپاره مقرر شوې وې.